Language

د اسلامي هېوادونو د پیوستون سیالۍ؛ د ووشو افغان لوبغاړي د برنزو مډال وګاټه

کابل (پژواک، ۲۵ لړم ۱۴۰۴): د ووشو افغان لوبغاړي محمدجعفر سلطاني د اسلامي هېوادونو پیوستون سیالیو کې خپل عربستاني سیال ته په ماتې ورکولو سره د برونز مډال وګاټه او ټاکل شوې چې نن د نقرې مډال ترلاسه کولو لپاره له خپل ایراني سیال سره مبارزه وکړي.

د افغانستان د ووشو ملي فدراسیون د معلوماتو له مخې، محمدجعفر سلطاني تېره شپه د اسلامي هېوادونو پیوستون سیالیو کې خپل عربستاني سیال ته ماته ورکړه او د برونزو مډال یې ترلاسه کړ.

سرچینې زیاته کړې، سلطاني به نن ماسپښین په منفي ۷۵ کیلوګرام وزن کې پای‌لوبې ته د رسېدو په موخه له خپل ایراني سیال عرفان محرمي سره لوبه ترسره کړي.

همدارنګه محمد‌جعفر سلطاني په لومړۍ لوبه کې خپل یمني سیال ته هم ماتې ورکړې وه.

دغه‌راز، په یادو سیالیو کې پرون د ووشو دوو افغان لوبغاړو شمس‌الدین حاجي‌زاده له خپل اذربایجاني سیال او اسدالله سادات بیا له خپل قرغیزستاني سیاله ماتې وخوړه او له دغو سیالیو بهر شول.

د یادونې ده، د اسلامي هېوادونو د پیوستون شپږم پړاو سیالۍ دا مهال د سعودي عربستان په کوربه‌توب روانې دي چې له افغانستان څخه په کې د بېلابېلو رشتو ورزشکارانو ګډون کړی دی.