کابل (پژواک، ۲۵ لړم ۱۴۰۴): د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، په تېره تله میاشت کې د نږدې ۲۷۵ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي چې د وږي میاشتې د صادراتو په پرتله ۴۵٫۱ ميليون ډالره زیاتوالی ښيي.
د یادې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې د هېواد په کچه یې د ۱۴۰۴ کال د تلې مياشتې د صادراتو او وارداتو اړوند ارقام راټول او تحليل کړي دي.
سرچینې لیکلي، د دې ارقامو له مخې، په تله مياشت کې د هېواد په کچه د صادراتو ټول ارزښت ۲۷۴٫۹ ميليون ډالر او د وارداتو ټول ارزښت یو ملیارد او ۱۶۸٫۴ ميليون ډالرو ته رسېږي.
د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، د ۱۴۰۴ کال په وږي مياشت کې د هېواد د صادراتو ټول ارزښت ۲۲۹٫۸ میلیون ډالر و؛ د ارقامو تحلیل ښيي، چې د ۱۴۰۴ کال په تله میاشت کې د صادراتو ارزښت د روان کال د وږي میاشتې په پرتله ۴۵٫۱ ميليون ډالره زیاتوالی لري.
سرچینه زیاتوي، له بل لوري د ۱۴۰۴ کال په وږي میاشت کې د هېواد د وارداتو ارزښت یو میلیارد او ۲۳۲٫۶ میلیون ډالرو ته رسیده چې د ۱۴۰۴ کال په تله مياشت کې د ۶۴٫۲ میلیون ډالرو په ارزښت کموالی پهکې راغلی دی.
یادې ادارې زیاته کړې، معلومات ښيي چې د ۱۴۰۴ کال په تله میاشت کې تر ټولو زيات صادرات هند، پاکستان، ترکیې او متحده عربي اماراتو ته شوي او تر ټولو زیات واردات له ایران، چین، پاکستان او متحده عربي اماراتو هېوادونو څخه وو.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې زیاته کړې چې په صادراتو کې صادرات او بياځلي صادرات او په وارداتو کې د برېښنا وارداتو له ارزښت پرته محصولي او غيرمحصولي واردات شامل دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP