Language

لغمان کې په یوه ترافیکي پېښه کې شپږو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

کابل (پژواک، ۲۵ لړم ۱۴۰۴): د لغمان ولایت مقام وایي، نن سهار د دغه ولایت د قرغیو ولسوالۍ مربوطاتو کې یوه موټر له چپه کېدو وروسته اور اخیستې چې له امله یې شپږو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان شوي دي.

د لغمان ولایت مقام په خبرپاڼه کې راغلي چې نن سهار شاوخوا څلور بجې د دغه ولایت د قرغیو ولسوالۍ په میاخان کڅ سیمه کې یو ټوډي موټر د چلوونکي د بې‌احتیاطۍ له امله له سړکه وتلی، چپه شوی او اور یې اخیستی دی.

سرچینې زیاته کړې چې په دې پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون شپږو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپيان شوي دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې د پېښې ټپيان د قرغیو ولسوالۍ د کاکڅ روغتون ته لېږدول شوي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.