Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کډوالو وزارت سږ کال د څه باندې ۱۵ میلیارد افغانیو په ارزښت د همکاریو ۵۸ هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړي

کابل (پژوک، ۲۵ لړم ۱۴۰۴): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، روان کال یې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د ۱۵،۳ میلیارد افغانیو په ارزښت د همکاریو ۵۸ هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړي دي.

د یاد وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د روان کال له پیله تر اوسه د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د ۱۵ میلیارده ۳۸۹ میلیونه ۵۵۸ زره او ۴۶۵ اعشاریه ۱۲ افغانیو په ارزښت چې معادل یې ۲۳۱ میلیونه ۱۴۳ زره او ۸۶۴ امریکايي ډالر کېږي، ۵۸ هوکړه‌لیکونه له ملي او نړۍوالو بنسټونو سره د راستنېدونکو، بېځایه شوو، اړمنو، بې‌سرپرستو او کوربه ټولنو لپاره د ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه لاسلیک کړي دي.

خبرپاڼه کې راغلي، په وړاندې شوو خدمتونو کې نغدي، غیرنغدي، خوراکي، غیرخوراکي او روغتیايي توکي او د مشورې ورکولو او سرپناوو جوړولو برخې په‌کې شامل وو چې ګڼ شمېر کسان ترې برخمن شوي دي.

د کډوالو وزارت لیکلي، هڅه کوي د راستنېدونکو او بېځایه شوو لپاره په ټول هېواد کې ښه بشري خدمتونه وړاندې کړي څو هغوی په ارامه او صمیمانه فضا کې د ورورولۍ او یووالي ژوند وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.