Language

اکوادور کې په یوه ترافیکي پېښه کې ۱۲ کسان مړه او لس نور ټپیان شوي

کابل (پژواک، ۲۶ لړم ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د اکوادور د مرکز په «سیمیاتوګ» سیمه کې د یوه بس چپه کېدو له امله لږ تر لږه ۱۲ کسان مړه او څه باندې ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

رویټرز لیکلي، د اکوادور پېښو ته د رسېدنې ملي ادارې په ټولنیزو شبکو کې اعلان کړی چې یاده پېښه پرون شوې ده.

راپور کې راغلي چې بس د «سیمیاتوګ» او «امباتو» ښارونو ترمنځ په بین‌الولایتي لاره روان و چې دا پېښه رامنځته شوه.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په یاده پېښه کې ۱۲ کسان مړه او له لسو ډېر نور ټپیان شوي دي.

سرچینه زیاتوي چې د پېښې لامل تر اوسه څرګند نه دی خو په اړه یې څېړنې روانې دي.