Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سعودي کې ترافیکي پېښه؛ ۴۵ هندي زیارت‌کوونکو ژوند له لاسه ورکړی

کابل (پژواک، ۲۶ لړم ۱۴۰۴): هندي رسنیو راپور ورکړی، له مدینې منورې سره نږدې یو بس چې د عمرې هندي زیارت‌کوونکي په‌کې سپاره وو، د تېلو له یوه ټانکر سره ټکر کړی، وروسته اورلګېدنه رامنځته شوې چې له امله یې ۴۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ټپي شوی دی.

د هندوستان ټایمز د راپور له مخې، دا پېښه د هند پر وخت د شپې شاوخوا ۱:۳۰ په «موفریحات» سیمه کې چې له مدینې منورې شاوخوا ۱۶۰ کیلومتره لرې ده، رامنځته شوې. قربانیان ظاهراً هندي اتباع دي او ویل کېږي چې ځیني یې د هند د حیدراباد ایالت اوسېدونکي دي.

د حیدراباد د پولیسو مشر وي‌سي ساجانار ویلي: «په دې پېښه کې ۴۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړی چې ماشومان او ښځې هم په‌کې شامل دي او یوازېنی ژغورل شوی کس اوس په روغتون کې دی.»

نوموړي زیاته کړه، په ټوله کې ۵۴ کسانو چې د سفر پلان یې د نومبر له ۹مې څخه تر ۲۳مې نېټې پورې و، له حیدراباد څخه جدې ته پرواز کړی و؛ څلور کسان په کوچنیو موټرو کې مدینې منورې ته تللي وو او څلور نور کسان په مکه مکرمه کې پاتې وو. د مړه شوو کسانو جسدونه محلي روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.