غزنيښار (پژواک، ۲۶ لړم ۱۴۰۴): غزني کې سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مقر ولسوالۍ کې د مېشتو کوچیانو د دوو کورنیو ترمنځ اته کلنه دښمني پای ته ورسېده.
د غزني د سرحدونو او قبایلو چارو رییس مولوي جانمحمد حاجي مؤمن پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه دښمني اته کاله مخکې د کوچیانو د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکو او څرځایونو پر سر رامنځته شوې وه.
نوموړي زیاته کړه چې د علماوو او قومي مخورو په همکارۍ، د یوې جرګې له لارې تېره ورځ دا دښمني پر دوستۍ بدله او دواړو کورنیو ته د ارام او له دښمنۍ د پاک ژوند زمینه برابره شوه.
د کوچي قوم یوه مشر محمدبلال چې د روغې جوړې په جرګه کې یې ګډون درلود، وویل، له کلونو راهیسې د کوچیانو د دواړو کورنیو ترمنځ بدۍ موجودې وې او هيڅ یوې کورنۍ په خپلو سیمو کې ډاډه ژوند نه شو کولای.
هغه زیاته کړه، له دې وروسته به دواړه خواوې د سولې او ورورولۍ تر سیوري لاندې ژوند کوي او په ورځنیو چارو کې به له یو بل سره مرسته کوي.
هغه زیاته کړه، که د دغو کورنیو ترمنځ سوله نه وای شوې، دغه دښمني به د قومونو تر کچې غځېدلې وه چې بیا یې ترمنځ جوړجاړي ډېر وخت او هڅې غوښتې.
نوموړي د غزني له سیمهییزو مسوولینو وغوښتل چې په دغه ولایت کې د کلیو، قومونو او کورنیو ترمنځ نورې شته شخصي شخړې هم حل او فصل کړي.
د یادونې ده، له دې مخکې هم د غزني په دهیک، جاغوري او ناور ولسوالیو کې د قومونو او کورنیو ترمنځ یو شمېر شخړې د سیمهییزو مسوولینو او قومي مشرانو په منځګړیتوب حل شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP