Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

متقي: هیله‌ لرو د افغانستان او تاجکستان ترمنځ په اړیکو کې د پام وړ پرمختګ شاهدان واوسو

کابل (پژواک، ۲۶ لړم ۱۴۰۴): د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي له تاجکستاني پلاوي سره لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې د «پام وړ پرمختګونو» هیله څرګنده کړې او تاجک پلاوي هم له افغانستان سره د اړیکو د لا پیاوړتیا ډاډ ورکړی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د تاجکستان د بېلابېلو ادارو له استازو جوړ یو لوړپوړی پلاوی چې د افغانستان لپاره د هغه هېواد د ځانګړي استازي په مشرۍ یې کابل ته سفر کړی، د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر سره یې په بېلابېلو برخو کې د اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا، په ځانګړې توګه د ډیپلوماتیکو اړیکو او اقتصادي همکاریو په اړه خبرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د اوږدمهاله او تاریخي اړیکو په اړه د وضاحت ورکولو ترڅنګ ویلي چې اسلامي امارت د تاجکستان له جمهوریت سره د ښو اړیکو او ښه ګاونډیتوب د پراختیا په لټه کې دی.

هغه په وینا: «له نېکه مرغه دا اړیکې په بېلابېلو برخو کې پراختیا په حال کې دي او موږ هیله لرو چې په نږدې راتلونکي کې د دواړو وروڼو او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې د پام وړ پرمختګونو شاهدان واوسو.»

د بهرنیو چارو وزارت لیکلي چې د تاجک پلاوي هم له افغانستان سره د اړیکو د لا پیاوړتیا ډاډ ورکړ او ویلي یې دي چې افغانستان او تاجکستان کولای شي په بېلابېلو برخو کې نږدې همکارۍ ولري.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په پای کې دواړو لورو د دغه ډول غونډو او سفرونو پر دوام ټینګار کړی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.