جلالاباد (پژواک، ۲۶ لړم ۱۴۰۴): د ننګرهار امنیه قومانداني وایي چې د تورخم – جلالاباد پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او اته نور ټپیان دي.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه نن مازدیګر مهال د لعلپورې او مهمندرې ولسوالیو تر منځ د ګردي غوث په ساحه کې د ښځینه ډاکټرانو د یوې بکسې او د یوه کرولا موټر د ټکر له امله شوې ده.
سرچینې زیاته کړې چې په دغه پېښه کې یوې قابلې او یوه ماشوم ژوند له لاسه ورکړی او اته نور ټپیان شوي دي.