Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

نيمروز کې د لسګونه قلمه تاريخي اثارو د قاچاق مخه ونيول شوه

زرنج (پژواک، ۲۶ لړم ۱۴۰۴): په نیمروز کې سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې امنیتي ځواکونو په دغه ولایت کې د زرنج – دلارام پر لویه لار ۴۸ قلمه تاریخي اثار کشف او ضبط کړي دي.

د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مفتي حبیب‌الله الهام وايي: «۴۸ قلمه تاریخي اثار چې د مختلفو دورو اړوند دي، د دغه ولایت د لویې لارې د کنډک د امنیتي پرسونل له لوري کشف او ونیول شول او نن د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سیمه‌ییز موزیم ته وسپارل شول.»

هغه زیاته کړه چې د فرهنګي او تاریخي اثارو د غصب، تخریب او غیرقانوني پېر او پلور د مخنیوي لپاره د امنیتي بنسټونو ترمنځ جدي همغږي شتون لري او د اسلامي امارت د رهبر د فرمان له مخې، هیچا ته اجازه نه ورکول کېږي چې دغه اثار قاچاق یا ویجاړ کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.