Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په شپږو میاشتو کې له افغانستانه د ۵۸۰ میلیون ډالرو په ارزښت وچه او تازه مېوه صادر شوې ده

کابل (پژواک، ۲۶ عقرب ۱۴۰۴): د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وايي چې د ۱۴۰۴ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ۵۸۰ میلیون ډالرو په ارزښت وچه او تازه مېوه له هېواده بهر صادره شوې ده.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت نن (دوشنبه) د یوه ویډیويي راپور په خپرولو ویلي چې یاد صادرات هند، روسیې، چین، اوزبېکستان، سعودي عربستان، قزاقستان، قطر، ایران، عراق، متحده عربي اماراتو، پاکستان، تاجکستان او یو شمېر نورو هېوادونو ته شوي دي.

په راپور کې راغلي چې په صادر شوې وچه مېوه کې انځر، پسته، بادام، جلغوزه، چهارمغز او ممیز او تازه مېوه کې انګور، زردالو، انار، مڼې، خټکي، هندواڼې، ګیلاس، ناک او ځینې نورې مېوې شاملې دي.

یاد بنسټ څرګنده کړې چې یاد صادرات د ځمکنیو لارو ترڅنګ د هوايي دهلېزونو له لارې هم ترسره شوي دي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت زیاته کړې چې اسلامي امارت په تېرو څلورو کلونو کې د سوداګرۍ کچې لوړېدو، په ځانګړې توګه د صادراتو ډېرېدو ته پاملرنه کړې ده.

د یاد بنسټ په وینا، د ګاونډیو، سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د ځمکنیو لارو په جوړولو، د اوسپنې پټلۍ شبکو په پراختیا او د هوايي دهلېزونو په فعالولو کې اغېزناک ګامونه اخیستل شوي دي.

د ویلو ده، پرون د احصایې او معلوماتو ملي ادارې هم ویلې وو چې په تېره  میاشت (تله) کې د نږدې ۲۷۵ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت صادرات ترسره شوي چې د وږي میاشتې د صادراتو په پرتله ۴۵٫۱ میلیون ډالر ډېروالی ښيي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.