Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جوزجان کې د کرنیزو وسایلو د ترمیم معیاري دولتي ورکشاپ جوړولو چارې پیل شوې

شبرغان (پژواک، ۲۶ لړم ۱۴۰۴): د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې په لومړي ځل د ۷ میلیون افغانیو په لګښت د کرنیزو وسایلو د ترمیم د معیاري دولتي تخنیکي ورکشاپ جوړولو چارې پیل شوې؛ هغه پروژه چې د مسوولینو په وینا، تر بشپړېدو وروسته به د جوزجان ترڅنګ د ګاونډیو ولایتونو ته خلکو ته هم د ترمیم برخه کې خدمات وړاندې کوي.

د جوزجان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ویاند ذبیح‌الله خیراندېش پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن (دوشنبه) د کرنیزو ماشین‌الاتو د ترمیم د تخنینکي ورکشاپ جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه چې ۷ میلیون افغانۍ لګښت پرې راځي او د راتلونکو درېیو میاشتو په موده کې به بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

دغه‌راز، د کرنې وزارت د میکانیزه کرنې رییس مولوي صبغت‌الله په همدې مناسبت جوړ شوو مراسمو کې وویل: «جوزجان لومړی ولایت دی چې د کرنې وزارت د انکشافي بودجې له لارې په‌کې په ملي کچه د کرنیزو ماشین‌الاتو د ترمیم د تخنیکي ورکشاپ ودانۍ جوړولو کار پیلېږي.»

د هغه په وینا، د پروژې په بشپړېدو سره به نه یوازې په جوزجان کرنیز ماشین‌الات، بلکې د ګاونډیو ولایتونو به هم په دغه ورکشاپ کې ترمیمېږي.

دغه‌راز، د جوزجان د کرنې ریاست د کرنیزو چارو امر محمدرستم کریمي وویل چې په دغه ورکشاپ کې به د کروندګرو وسایل او ماشین‌الات ترمیم او ترڅنګ به یې کروندګرو او د کرنې پوهنځي محصلینو ته د مسلکي تخنیکي روزنې زمینه هم برابره شي.

ورته مهال، د جوزجان والي قاري ګل‌حیدر شفق د دې پروژې د پیلېدو هرکلی وکړ ویې ویل، د بېلابېلو برخو انکشافي پروژو پلې کول د اسلامي امارت له مهمو لومړیتوبونو دي څو خلک غوره خدمتونو ته لاسرسی ومومي.

والي د پروژې پر معیاري تطبیق ټینګار وکړ.

نوموړي زیاته کړه‌، په دغه ورکشاپ کې به کرنیز وسایلو له ترمیم وروسته په خورا مناسبه بیه د کروندګرو په واک کې ورکړل شي څو په کرنه کې ترې ګټه واخلي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.