کابل (پژواک، ۲۶ لړم ۱۴۰۴): د مالیې وزارت وایي چې د سوداګریزو چارو د چټکتیا، د سوداګرو ستونزو کمېدو او د ګمرکي پروسو د معیاري کولو په موخه په ګمرکونو کې د رسم ارضیې وختونه راکم شول.
د یاد وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پرېکړه د مالیې وزارت په وړاندیز او د ریاستالوزراء عالي مقام په منظورۍ شوې ده.
سرچینې زیاته کړې، د دې پرېکړې له مخې هغه توکي چې په ګمرکونو کې ټي یو (د کورني ترانزیټ فورم) نه اخلي او اظهارلیک ور ته ترتیبېږي، د دخولي دروازې د انیکس سیسټم له ثبت څخه د خروجي پاڼې تر چاپ پورې ۱۵ ورځې وخت ورکول شوی دی.
خبرپاڼه کې راغلي، هغه توکي چې په ګمرکونو کې (T1) اخلي، د سرحدي ګمرک د دخولي دروازې د انیکس سیسټم له ثبت څخه د محصولي ګمرک د خروجي پاڼې تر چاپ پورې (۲۰) کاري ورځې وخت ورکول شوی دی.
د وزارت د معلوماتو له مخې، دغهراز د دې پرېکړې له مخې، هغه محمولې چې طی مراحل او خروجي پاڼه یې چاپ شوې وي، پنځه کاري ورځې وخت ورکړل شوی او د ذکر شوو ورځو له تېرېدو وروسته یاد اموال د رسم ارضیې تابع ګرځي.
خبرپاڼه زیاتوي، له دې مخکې د انیکس سیسټم له ثبته د خروجي پاڼې (برګې) تر چاپ پورې په سرحدي او محصولي ګمرکونو کې «۳۰» کاري ورځې وخت ورته ټاکل شوی و او هغه محمولې چې طی مراحل او خروجي پاڼې یې چاپ شوې وې «۱۰» کاري ورځې يې وخت درلود.
د یادونې ده، هغه توکي چي له پورته ذکر شوو ورځو ډېر د ګمرکونو په ګودامونو کې پاتې شي، له محصولي سوداګریزو توکو د هرې ورځې په تېرېدو سره د ګمرکي محصول (۰.۵) سلنه او د معافي توکو له ګمرکي ارزښت څخه (۰.۰۵) سلنه پیسې د رسم ارضيې په نوم ترې اخیستل کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP