مزارشریف (پژواک، ۲۶ لړم ۱۴۰۴): بلخ کې یوه ځوانه جوړه په بهر کې له کلونو ژوند تېرولو وروسته بېرته هېواد ته راستنه شوې او د ۱۵۰ زره ډالرو په پانګونه یې په دغه ولایت کې د جامو د تولید یوه کارخونه جوړه کړې؛ هغه چې اوس پهکې شاوخوا ۱۰۰ ښځو او نارینهوو ته د کار او روزنې زمینه برابره شوې ده.
فضلالرحمن ابرام او مېرمن یې نوریه، په بهر کې له کلونو ژوند تېرولو وروسته بېرته هېواد ته راستانه شوي او د څه باندې ۱۵۰ زره امریکايي ډالرو په پانګونه یې د جامو د تولید یوه کارخونه جوړه کړې ده. دغه جوړه پر دې باور لري «وطن ته راستنېدل یوازې راستنېدل نه؛ بلکې جوړول دي.»
یاده جوړه چې په ترکیه کې یې ژوند کاوه، څلور میاشتې مخکې هېواد ته راستنه شوې ده.
فضلالرحمن چې د یادې کارخونې مدیریت پر غاړه لري، وايي چې اوس یې له کلونو لرېوالي وروسته هم خپل ځان او هم لسګونو نورو کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
هغه زیاتوي چې په یاده کارخونه کې څه باندې ۸۰ ښځې او شاوخوا ۲۰ سړي پر روزنه بوخت دي او تولیدات یې هم د کور دننه او هم له هېواده بهر پېرېدونکي لري.
فضلالرحمن وايي: «خوښ یم چې له کلونو کډوالۍ او د وطن له لرېوالي وروسته له خپلې مېرمنې سره د یوه ښه ژوند لپاره هڅه کوم او دغهراز د یادې کارخونې په جوړولو مو هم ځان او هم نورو ته هیله پیدا کړې ده.»
نوموړي څرګنده کړه، اوس هم هڅه کوي چې په راتلونکي کې نورو ښځو او نجونو ته هم د کار او روزنې زمینه برابره کړي، دغه جوړه د خپل کاروبار د پراختیا هوډ لري.
په یاده کارخونه کې چې رختونه او د خیاطۍ ماشینونو پهکې ایښي، داسې ښځې کار کوي چې هره یوه خپل داستان لري.
یو شمېر ښځې او نجونې چې په یاده کارخونه کې کار کوي، دا چې د کار او د خیاطۍ حرفې زده کولو زمینه ورته برابره شوې، خوښې دي، له مسوولینو او نړۍوالو بنسټونو غواړي چې له داسې کارګاوو ملاتړ وکړي څو ډېر شمېر کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
مونيکا چې د څلورو ماشومانو مور ده او په دې کارګاه کې کار کوي وايي، دې کارګاه ته له راتلو مخکې یې يوازې خاوند کار کاوه او ژوند یې ډېر ستونزمن و. هغه زیاتوي: «اوس زه هم کار کوم. احساس کوم چې راتلونکی مو روښانه شوی دی.»
هغه هیله لري چې نورې جوړې هم يو له بل سره اوږه په اوږه ودرېږي او د ښه راتلونکي لپاره له هرې ممکنې لارې هڅه وکړي.
مهدیه چې د دې کارخونې يوه زدهکوونکې ده وايي، دا ځای يوازې يوه کارګاه نه، بلکې يو ښوونځی دی چې يو مسلک پهکې زده کېږي. هغه هيله لري چې دغه پروګرامونه دوام ومومي او لا زياتو مېرمنو ته د زدهکړې او کار زمینه برابره کړي.
هغې وويل: «زه خوشحاله يم چې دلته موږ ته د روزنې زمینه برابره شوې او هيله لرو چې حکومت او نړۍوالې ادارې د داسې کارګاوو ملاتړ وکړي.»
صنم، هغه نجلۍ چې له شپږم ټولګي پورته د ښوونځيو بندېدو له امله له زدهکړو پاتې شوې وايي: «کور کې خپګان راته پیدا شوی و، خو دلته بېرته د ژوند احساس کوم. هڅه کوم چې خپله غوره نسخه واوسم.»
د دې ځوانې جوړې کار د نړۍوالو ادارو پام هم ځان ته وراړولی دی.
د کار د نړۍوال سازمان سلاکار چې د دې کارخونې لیدنې ته ورغلی، په هېواد کې له کوچنيو او منځنيو کاروبارونو په ملاتړ ټينګار کوي.
د کار د نړۍوال سازمان سلاکار ډاکټر نیکل راج وایي چې د افغانستان د اقتصاد په څېر اقتصادونو چې د پراختیا په لومړیو پړاوونو کې دي، د ودې لپاره دغه کوچني واحدونه او صنعتي کارګاوې د کارګرانو د جذب لوړه وړتیا لري او کولای شي چې د ډېرو کسانو لپاره د کار زمینه برابره کړي او باید ملاتړ یې وشي.
د بلخ سیمهییز مسوولین هم ډاډ ورکوي چې په دغه ولایت کې د کوچنيو او لویو کاروبارونو ملاتړ کوي.
د بلخ د صنعت او سوداګرۍ ریاست مرستیال نصیر احمد نیازی وویل چې په دې کارګاه کې نږدې سل ماشینونه او څو روزنیز ټولګې فعال دي او د داسې کارګاوو ملاتړ د نجونو او ښځو لپاره د ګنډلو، ډیزاین او د مریو ګنډلو د زدهکړې زمینه نوره هم پراخولای شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP