کابل (پژواک، ۲۶ لړم ۱۴۰۴): د شکرې ناروغۍ درملنې برخه کې د ناسمو باورونو په تړاو د پژواک خبري اژانس د راپور له خپرېدو وروسته د عامې روغتیا وزارت، د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست په همکارۍ نن په کابل کې د دې ناروغۍ د مخنیوي په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره کړ.
پژواک خبري اژانس د روان لمریز کال د تلې په ۱۲مه د «ناسم باورونه د شکرې پر ناروغۍ اخته کسان له علمي درملنې راګرځوي» تر عنوان لاندې یو راپور خپور کړ چې پهکې د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان په نړۍواله کچه او په افغانستان کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو د شمېر ډېرېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه او ویلي یې وو چې د دې ناروغۍ د کچې کمېدو لپاره باید عامه پوهاوی زیات شي.
د دغه راپور تر خپرېدو وروسته د عامې روغتیا وزارت، د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست په همکارۍ پرون (د لړم ۲۸مه) په کابل کې د شکرې ناروغۍ د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي پروګرام ترسره کړ.
د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني په دې غونډه کې وویل چې د شکرې ناروغي یو لوی ګواښ دی چې د ډېرو ټولنو روغتیايي وضعیت یې له ستونزو سره مخ کړی، له همدې امله د عامې روغتیا وزارت غواړي د عامه پوهاوي پروګرامونه پراخ کړي.
هغه ټینګار وکړ چې د ناروغیو مخنیوی یوازې د عامې روغتیا وزارت مسوولیت نه دی، بلکې خلک هم باید د دې ناروغیو په مخنیوي کې همکاري وکړي.
دغهراز، د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست تخنیکي او مسلکي مرستیال حافظ احمدجان ځدراڼ وویل چې ورزش د ملي یووالي د رامنځته کولو ترڅنګ، د روغتیا لپاره هم ډېرې ګټې لري.
هغه د عامې روغتیا وزارت ته ډاډ ورکړ چې د عامه پوهاوي کچې په لوړولو کې به له دغه وزارت سره همکاري کوي.
د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست ویاند اتل مشواڼي پژواک خبري اژانس ته وویل: «ما ستاسو راپور ولوست، په لومړي قدم کې له تاسو مننه کوم چې د ټولنې د پوهاوي او د خلکو په مشوره د خیر لپاره ګټور او د اړتیا پر بنسټ موضوعات انتخابوئ»
هغه زیاته کړه: «لا هم د ورزش د ګټو او ناروغیو په اړه د خلکو پوهاوی خورا ټیټ دی، له همدې امله موږ نن د روغتیا له وزارت سره په ګډه د ورزش یو پروګرام جوړ کړ او موخه یې د شکرې ناروغۍ په کنټرول کې د ورزش د رول په اړه د پوهاوي لوړول دي.»
ځینو ډاکټرانو هم د پژواک د راپور هرکلی کړی او د ناروغیو په اړه د خلکو د پوهاوي په لوړولو کې یې د رسنیو رول اغېزناک بللی دی.
د افغان – جاپان روغتون رییس ډاکټر محمداسحاق بیان وویل: «پژواک یو مسلکي راپور خپور کړی او یو مهم پیغام لري: علمي درملنه، پرهېز او د شکرې ناروغۍ منظم کنټرول؛ د دې ناروغۍ د خطرناکو پایلو د مخنیوي یوازېنۍ لار ده، نه خرافات او خپلسري درمل.»
د هغه په باور، رسنۍ باید دا ډول ډېر راپورونه خپاره کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP