Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل کې د شکرې ناروغۍ د مخنیوي په موخه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

کابل (پژواک، ۲۶ لړم ۱۴۰۴): په کابل کې د شکرې ناروغۍ د مخنیوي په موخه د عامه پوهاوي غونډه وشوه او ویناوالو یې د ورزش پر اهمیت او د سالم ژوند د لار چارو پر عملي کېدو ټینګار وکړ.

نن په کابل کې د عامې روغتیا وزارت له لوري د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست په همکارۍ د شکرې ناروغۍ د مخنیوي په موخه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه.

په دې تړاو جوړ شوو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني وویل، د شکرې ناروغي یو لوی ګواښ دی چې د ډېرو ټولنو روغتیایي حالت یې له ستونزو سره مخ کړی دی.

هغه زیاته کړه چې نننۍ غونډه د شکرې ناروغۍ پر وړاندې د ګډ مسوولیت او تعهد څرګندونه کوي.

دی وایي، بدني فعالیت او ورزش یو تفریحي عمل نه دی، بلکې د بېلابېلو ناروغیو مخنیوی کوي او ورزشکاران د ټولنې لپاره یوه ښه بېلګه ده او دوی هره ورځ خلکو ته ښیي چې منظم حرکت او ځواک د سالم ژوند سرچینه ده.

نوموړي زیاته کړه چې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو معینیت غواړي چې د عامه پوهاوي پروګرامونه پراخ کړي.

هغه زیاته کړه، د ناروغیو مخنیوی یوازې د عامې روغتیا وزارت مسوولیت نه دی، باید خلک دې یې هم په مخنیوي کې همکاري وکړي.

په یاده غونډه کې د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمدجان ځدراڼ وویل چې ورزش د ملي یووالي رامنځته کولو سربېره د بدن لپاره هم بېلابېلې ګټې لري.

نوموړي عامې روغتیا وزارت ته ډاډ ورکړ چې د خلکو عامه پوهاوي کې به ورسره همکاري کوي.

په دې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي طب رییس ډاکټر حیدرخان حیدر وویل چې ورزش په روغتیایي برخه کې ډېر ګټور دی، که منظم ورزش ترسره شي نو د شکرې ناروغۍ سربېره د نورو ناروغیو مخنیوی هم کوي.

په یاده غونډه کې بل ډاکټر محمدولي ناصري وویل چې څوک په شکره اخته وي، فزیکي فعالیت ته دې ډېره پاملرنه وکړي.

هغه له خلکو غوښتنه وکړه چې تل دې صحي خواړه وخوري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.