کابل (پژواک، ۲۶ لړم ۱۴۰۴): په کابل کې د برېښنا د پرچاویو له ډېرېدو د ښاریانو د شکایت په اړه د پژواک خبري اژانس د راپور له خپرېدو وروسته د افغانستان برېښنا شرکت د یوې اعلامیې په خپرولو د ترهخېلو د ۱۰۵ میګاواټه برېښنا حرارتي شبکې د فعالېدو خبر ورکړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د پژواک خبري اژانس د روان کال د لړم میاشتې په ۲۲مه یو راپور خپور کړی و چې په هغه کې د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکو د برېښنا د پرچاويو له ډېرېدو شکایت کړی او ویلي یې وو چې دغه وضعیت د هغوی ژوند او چارې له ستونزو سره مخ کړي دي.
د یاد راپور له خپرېدو وروسته د برېښنا شرکت د دوشنبې ورځ (د لړم۲۲مه) د یوې اعلامیې په خپرولو د ترهخېلو د ۱۰۵ میګاواټه برېښنا حرارتي دستګاه له فعاليدو خبر ورکړ.
په اعلامیه کې راغلي وو: «دغه اقدام د برېښنا د تولید د ظرفیت لوړېدو او پېرودونکو ته د ډاډمنې برېښنا د تامین لپاره ترسره شوی دی.»
د برېښنا شرکت په خبرپاڼه کې راغلي چې د یادې شبکې په فعالېدو سره شبکې ته ۸۰ میګاواټه برېښنا ور اضافه کېږي چې پېرودونکو ته د دوامدارې برېښنا د تامین برخه کې مهم رول لري.
یو شمېر ښاریان هم د پژواک راپور ستایي او وايي چې د یاد راپور له خپرېدو وروسته د برېښنا د پرچاوۍ ستونزې ته رسېدنه وشوه.
د کابل ښار د «سابقه تایمني» سیمې اوسېدونکې سوسن وویل: «زموږ د برېښنا پرچاوي بېخي ډېره وه، موږ یې له ستونزو سره مخ کړي وو، په ۲۴ ساعتونو کې مو یوازې ۲ ساعته برېښنا درلوده، خو له درېیو ورځو راهیسې پرچاوي کمه شوې ده.»
ورته مهال، د کابل ښار د تایمني اوسېدونکی کریمالله د برېښنا د پرچاویو د کمېدو یادونه کوي وايي: «د خلکو د برېښنا کمښت ستونزه رسنیو په ځانګړې توګه د پژواک خبري اژانس تر چارواکو ورسوله، الحمدالله اوس د برېښنا پرچاوي کمه شوې ده.»
بلخوا، د کابل ښار د بيبي مهرو سیمې اوسېدونکې شفیقه هم د برېښنا د پرچاویو له کمېدو خوشحاله ده او وايي: «څو ورځې مخکې د پژواک سايټ ته متوجه شوم چې د برېښنا پرچاویو په اړه یې راپور خپور کړی، له هماغه راپور وروسته د برېښنا شرکت اقدام وکړ او د برېښنا حرارتي شبکه یې فعاله کړه، د پژواک له رسنۍ ستاینه او مننه کوو.»
هغې د برېښنا له شرکته هم مننه وکړه چې ډېر ژر یې د برېښنا د پرچاوۍ ستونزې د حل لپاره اقدام وکړ.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP