Language

ننګرهار کې په دوو جلا ترافیکي پېښو کې دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

جلال‌اباد (پژواک، ۲۶ لړم ۱۴۰۴): د ننګرهار امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په سره‌رود او دره‌نور ولسوالیو کې د ترافیکي پېښو له امله دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې لومړنۍ پېښه د سره‌رود ولسوالۍ اړوند سیمه کې د یوه پرېس موټر چپه کېدو له امله شوې ده چې یوه کس ژوند له لاسه په‌کې ورکړی دی.

خبرپاڼه کې راغلي چې دویمه پېښه د دره‌نور ولسوالۍ د بمبه‌کوټ سیمه کې د یوه اکوا موټر چپه کېدو له امله شوې ده او یوې ښځې ژوند له لاسه په‌کې ورکړی دی.

امنیې قوماندانۍ لیکلي، د ترافیکي قوانینو نه مراعات، ګړندی تګ، د لارې له حالت سره ناساز رفتار او د احتیاط نشتوالی د ډېری ناوړو پېښو بنسټیز لاملونه دي.