کابل (پژواک، ۲۷ لړم ۱۴۰۴): د افغانستان د مویتای ورزشکاران د اوزبېکستان په کوربهتوب اسیایي سیالیو کې د لسو بېلابېلو مډالونو له ترلاسه کولو وروسته هېواد ته راستانه او د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست له لوري وستایل شول.
په دې تړاو جوړ شوو مراسمو کې د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق وویل، دا د خوشحالۍ ځای دی چې د مویتای ورزشکارانو د اوزبېکستان په اسیایي سیالیو کې مډالونه ترلاسه کوي او د افغانستان لپاره ویاړ دی.
هغه زیاته کړه چې افغان ورزشکارانو په یادو سیالیو کې دوه د سرو زرو، څلور د سپینو زرو او څلور د برونزو مډالونه ترلاسه کړي دي.
وثیق یادو ورزشکارانو ته ډاډ ورکړ چې خپلو امکاناتو ته په کتو به د هغوی ملاتړ کوي.
په یاده غونډه کې د افغانستان د مویتای ملي فدراسیون فني او مسلکي مرستیال عبدالصادق ابراهیمي وویل، یادې اسیایي سیالۍ د روانې نومبر میاشتې له ۱۰مې تر ۱۶مې نېټې د اوزبېکستان په کوربهتوب ترسره شوې چې د افغانستان په ګډون د ۱۳ هېوادونو ورزشکارانو پهکې ګډون کړی و.
نوموړي زیاته کړه چې په دغو سیالیو کې له افغانستانه د ۱۳ ورزشکارانو په ګډون ۱۷ کسانو کډون کړی و.
عليجان ابراهیمي چې په دغو سیالیو کې د سرو زرو مډال ګټلی پژواک خبري اژانس ته وویل، خوشحاله دی چې په لومړي ځل په داسې سیالیو کې ګډون کوي او د سرو زرو مډال ګټي.
هغه زیاته کړه: «ما په دغو سیالیو کې خپلو درېیو اوزبېکستاني سیالانو ته ماته ورکړه او مډال مې وګاټه.»
نوموړی وایي، یادو لوبو ته یې بشپړ چمتووالی نیولې و او پر دې وتوانېد چې ښه نتیجه ترلاسه کړي.
دا په داسې حال کې ده، د اسلامي هېوادونو د پیوستون شپږم پړاو سیالۍ دا مهال د سعودي عربستان په کوربهتوب روانې دي او په دغو سیالیو کې د مویتای افغان لوبغاړي محمدیوسف جهانګیر پهکې د سرو زرو مډال ترلاسه کړ.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP