محمودراقي (پژواک، ۲۷ لړم ۱۴۰۴): د کاپیسا ولایت د «صیاد» په تفریحي پارک کې د ۸۳ میلیون افغانیو په لګښت د یوه درې پوړیز هوټل جوړولو چارې پیل شوې.
د کاپيسا د مرکز محمودراقي ښاروال قاري شېراز عبدالله نن د یادې پروژې د پیل په مراسمو کې وویل چې د یاد هوټل په لومړي پوړ کې رسټورانټونه او د ښه راغلاست یو سالون په پام کې نیول شوي، د هغه په وینا، په دویم پوړ کې یو جومات، پخلنځی او د هوټل کارکوونکو ته خونې جوړېږي او په درېیم پوړ کې به یو لوی سالون جوړ شي چې د ۲۵۰۰ مېلمنو ځایولو ظرفیت به ولري.
هغه زیاته کړه، یاد هوټل د ۸۳ میلیون افغانیو په لګښت پر ۱۸۰۰ مترمربع ځمکه په درېیو پوړونو کې جوړېږي، لګښت یې د محمودراقي ښاروالۍ له لوري ورکول کېږي او د جوړېدو چارې به یې د دوو کلونو په موده کې بشپړې شي.
کاپیسا کابل ته نږدې یو له سمسورو او ښکلو ولایتونو دی، د پسرلي په موسم کې له ټول هېواده سیلانیان ورځي، د صیاد ملي پارک، «ریګروان» او د دغه ولایت په تګاب کې په زړهپورې ساحې له هغو سیمو دي چې ګرځندویان یې ډېری وخت ليدو ته ورځي. د صیاد په تفریحي پارک کې د درې پوړیز هوټل په جوړېدو سره تمه کېږي چې سیلانیانو ته ډېر امکانات او اسانتیاوې برابر شي او ګرځندویي په دغه ولایت کې لا اسانه شي.