Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د جاپان سفیر: د افغانستان د تاریخي سیمو او اثارو خوندیتوب د ټولو نړۍوالو ګډ مسوولیت دی

کابل (پژواک، ۲۷ لړم ۱۴۰۴): په کابل کې د جاپان سفیر له افغان چارواکو سره په لیدنه کې ویلي چې د افغانستان لرغونی تمدن نړۍوال اهمیت لري او د تاریخي سیمو او اثارو ساتنه یې یوازې د افغان حکومت مسوولیت نه، بلکې د ټولو نړۍوالو ګډ مسوولیت دی.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند خبیب غفران نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې په کابل کې د جاپان سفیر ماساموتو کِینیچي د یاد وزارت د فرهنګ او هنر له مرستیال مولوي عتیق‌الله عزیزي سره د فرهنګي همکاریو او تاریخي میراثونو د خوندیتوب په اړه ناسته کړې ده.

هغه وایي، کِینیچي په یاده لیدنه کې ویلي چې د افغانستان لرغونی تمدن د نړۍوال اهمیت وړ دی، د تاریخي سیمو او اثارو ساتنه یوازې د افغان حکومت مسوولیت نه، بلکې د ټولو نړۍوالو ګډ مسوولیت دی.

هغه د اسلامي امارت له لوري د نشه‌يي توکو د مخنیوي، د فساد پر وړاندې مبارزه او د تاریخي اثارو د قاچاق د مخنیوي برخو کې هڅې بریالۍ او د ارزښت وړ وبللې.

په یاده لیدنه کې عزیزي د جاپان هغه هڅې وستایلې چې د افغانستان د لرغونو فرهنګي او تاریخي اثارو د ساتنې او بیارغونې برخه کې يې ترسره کړې او زیاته کړې یې ده چې دغه مرستې د هېواد د فرهنګي میراث د خوندي کولو لپاره ډېر ارزښت لري.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند لیکلي چې د دواړو لورو ترمنځ دغه ناسته د فرهنګي اړیکو د پیاوړتیا او د ګډو همکاریو د دوام په اړه یو مثبت پیغام لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.