کابل (پژواک، ۲۷ لړم ۱۴۰۴): د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو په هغو ادارو کې چې بشري فعالیتونه ترسره کوي، د اسلامي امارت د استازو د نه شتون له امله نیوکه کړې او ټینګار یې کړی چې نړۍوال سازمانونه باید بشري موضوعات له سیاسي مسایلو جلا کړي.
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي چې د ا.ا د سکټوري وزارتونو او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو اړوند ادارو ترمنځ د همغږۍ پنځمې غونډه کې خبرې کولې وویل: «له نېکه مرغه نن داسې شرایط رامنځته شوي چې د الله تعالی په فضل په ټول هېواد کې امنیت تأمین دی او د بشري مرستو رسولو لپاره لاسرسی تر هر بل وخت ممکن شوی دی.»
هغه زیاته کړه، له همدې امله اړتیا ده چې د اړمنو خلکو هر اړخیز او صادقانه لاسنیوی وشي، بشري مرستې پر وخت ورسول شي او دغه مرستې په داسې ډول ولګول شي چې د افغانستان پر اقتصادي وده، کورني ظرفیتونو او بازار باندې مثبت او دوامدار اغېز ولري.
د نوموړي په خبره چې اسلامي امارت د ټولو اړخونو د بشري مرستو له امله مننه کوي، خو څرګندوي چې بشري مرستې یوازې د لنډ مهالو او عاجلو اړتیاوو پوره کولو لپاره اغېز لرې. په اوږدمهال کې اړمن کسان داسې ملاتړ ته اړتیا لري چې هغوی پر خپلو پښو ودروي.
هغه دغهراز وویل، له همدې امله پکار ده چې د اوږدمهاله ملاتړ لپاره زمینه برابره شي، څو خلک وکولای شي پر خپلو پښو ودرېږي او له فرصتونو ډک راتلونکي ګټه واخلي؛ دغه هدف هغه مهال عملي کېدای شي چې پر زیربناوو، بیارغونه، حیاتي پروژو او د خصوصي سکټور پر پیاوړتیا تمرکز وشي.
متقي زیاته کړه چې په هېواد کې څلوېښت کلنې جګړې په هره برخه کې زیانونه اړولي او اوس د دغو ناخوالو د جبران وخت رارسېدلی دی. د هغه په وینا، اسلامي امارت د ځان بسیاینې لپاره هڅې کوي او په تېرو څلورو کلونو کې یې هڅې د افغانانو پر اوږدمهاله ګټو متمرکزې دي، خو د زیربنایي او پراختیایي کارونو لپاره د نړۍوالو بنسټونو دوامدار ملاتړ ته اړتیا ده.
هغه د کډوالو د بېرته راستنېدو، د اقلیم بدلون له امله د طبیعي پېښو مقابله، د فقر او بېروزګارۍ کمول، د روږدو درملنه او بزګرانو ته د بدیل معیشت برابرول هغه موضوعات وبلل چې د پام وړ بودجې او ظرفیتونو ته اړتیا لري.
متقي وویل چې اسلامي امارت د موجوده امکاناتو په چوکاټ کې یادې ننګونې ښې مدیریت کړې، خو نړۍوالې مرستې کافي نه دي او ځیني هېوادونه او نړۍوال بنسټونه بشري موضوعات له سیاست سره تړي چې دغه کار د بشري همکارۍ بهیر زیانمنوي.
هغه زیاته کړه: «اسلامي امارت په ټول افغانستان کې د بشري مرستو رسولو ته لاسرسی ممکن کړی او دا یې پالیسي ده چې بشري مرستې باید له سیاست سره ونه تړل شي. ډېری اړخونه موږ ته وایي چې دوی سیاست او بشري موارد نه سره تړي او باید ونه تړي، خو په عمل کې بیا داسې نه کوي.»
هغه وویل: «د مثال په توګه، د ملګرو ملتونو ډېری ادارې لکه «یونیسف»، «یواېناېسسيار»، «یواېنډيپي»، د اټومي انرژۍ اژانس او داسې نورې ادارې چې په بشري برخه کې فعالیت کوي، د دوی مرکزي دفترونه په جینوا، اتریش او نورو هېوادونو کې دي او نور هېوادونه هلته دایمي استازي لري او په غونډو کې ګډون کوي، خو له دې سره سره چې افغانستان د ډېرو هېوادونو په پرتله د بشري مرستو او همغږۍ ته لا ډېر اړتیا لري، بیا هم په یادو ادارو کې استازي نه لري او له نړۍوالو غونډو محروم پاتې شوی. دا هغه موارد دي چې په عملي ډول بشري موضوعات له سیاست سره تړل شوي دي.»
د بهرنیو چارو وزیر وایي، بل مثال یې له افغان مهاجرینو سره د سیاسي ملاحظاتو له امله د ځینو هېوادونو غیرانساني رویه ده؛ د ژمي په دې يخ موسم کې له یوې خوا د کور پرېښودلو ته اړ کېږي او له بلې خوا په کرښه ورته دروازه بندوي او اجازه نه ورکوي، ایا دا د کډوالو له نړۍوالو اصولو په ښکاره سرغړونه نه ده؟ ایا دا د ښځو، ماشومانو او سپینږیرو په حق کې لویه بېانصافي نه ده؟
مولوي متقي په ټینګار سره وویل چې اسلامي امارت له نړۍوالو سازمانونو او اړوندو لورو په جديت غواړي چې بشري موضوعات له سیاسي مسایلو جلا کړي، څو د ملګرو ملتونو په هغو ادارو کې چې بشري فعالیتونه ترسره کوي، د افغانستان اسلامي امارت استازو ته د فعال ګډون زمینه بې له ځنډه برابره شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP