Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر کې د پیازو حاصلات د پام وړ ډېر شوي

پل‌علم (پژواک، ۲۷ لړم ۱۴۰۴): د لوګر د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي چې سږ کال په دغه ولایت کې د پیازو په تولید کې د پام وړ زیاتوالی راغلی او حاصلات یې د تېر کال په پرتله نږدې ۳۰۰ مټریک ټنه ډېر شوي دي.

د لوګر د کرنې ریاست د عوایدو د تنظیم امر قاري عبدالبصیر شاهد پژواک خبري اژانس ته وویل چې سږ کال د دغه ولایت په کچه پر ۱۲۳۹ هکټاره ځمکه پیاز کرل شوي وو چې ۴۳،۳۴۷.۵ مټریک ټنه حاصل یې ورکړی او دا اندازه د تېر کال د تولیداتو په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښيي.

نوموړي د حاصلاتو ډېرېدو لاملونه د بزګرانو لپاره د عامه پوهاوي برنامو پلي کېدل، د اصلاح شوو تخمونو او سرو وېشل او په ولایت کې د ډاډمنې امنیتي فضا شتون یاد کړ.

د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، تېر کال په لوګر کې پر ۱۲۳۰ هکټاره ځمکه پیاز کرل شوي وو چې ټول ۴۳،۰۵۰ مټریک ټنه حاصلات ترلاسه شوي وو.

هغه زیاتوي چې په لوګر کې نه یوازې د پیازو په تولید کې پرمختګ شوی، بلکې سږ کال د غنمو، مڼو، لوبیا او هندواڼو په حاصلاتو کې هم د پام وړ زیاتوالی ثبت شوی دی.

د نوموړي په خبره، دغه زیاتوالی د کرنیزو فعالیتونو د ښه مدیریت، اصلاح شوو تګلارو او د بزګرانو د هڅونې پایله بلل کېږي.

بلخوا، د لوګر د مرکز پل‌علم یوه بزګر روح‌الله هم پژواک ته ومنله چې سږ کال په دغه ولایت کې د پیازو حاصلات ډېر شوي، خو ټینګار کوي چې د مناسب بازار نشتوالي له امله یو من پياز په ۵۰ افغانۍ پلوري.

هېره دې نه وي چې لوګر د افغانستان یو له کرنیزو ولایتونو شمېرل کېږي چې ډېری اوسېدونکي یې په کرکېله بوخت دي او له دې لارې د ژوند اقتصادي چارې سمبالوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.