Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ملګرو ملتونو د غزې د راتلونکي لپاره د امریکا طرحه تصویب کړه

کابل (پژواک، ۲۷ لړم ۱۴۰۴): د ملګرو ملتونو امنیت شورا د غزې لپاره د امریکا هغه طرحه تصویب کړه چې یوه «نړۍوال سوله‌ساتي ځواک» ته اجازه ورکوي څو په غزه کې امنیت ټینګ کړي.‎ په همدې حال کې، حماس غورځنګ ویلي چې دغه پرېکړه‌لیک د فلسطین د خلکو غوښتنې او سیاسي او بشري حقونه نه پوره کوي.

د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې، د غزې د امنیت تامینولو او اداره کولو لپاره د امریکا طرحه د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري د رایو په غوڅ اکثریت تایید شوه.

د دې طرحې پر اساس، هېوادونه کولای شي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د «سولې له یوې شورا» سره یوځای شي چې په غزه کې پر بیارغونه او اقتصادي فعالیتونو به څارنه کوي.

دغه راز، دا طرحه پر پولو د څارنې، د امنیت د تامین او د غزې تړانګې د غیرنظامي کولو په ګډون، د نړۍوال سوله‌ساتي ځواک ته پراخ واکونه هم ورکوي.

په همدې حال کې، د حماس غورځنګ د دغه پرېکړه‌لیک له تصویب سره مخالفت کړی دی.

د راپور له مخې، دغه غورځنګ ویلي چې دغه پرېکړه‌لیک د فلسطین د خلکو غوښتنې او سیاسي او بشري حقونه نه پوره کوي.

بلخوا، د بي‌بي‌سي فارسي د راپور له مخې، په دې رایې سره د ټرمپ د ۲۰ ماده‌ییزې طرحې دویم پړاو د ملګرو ملتونو د امنیت له شورا اجازه ترلاسه کړه چې د سیمې د بې‌وسلې کولو او له حماس غورځنګه د پوځي تجهیزاتو راټولولو لپاره د «نړۍوال سوله‌ساتي ځواک» رامنځته کول هم په‌کې شامل دي.

په راپور کې راغلي چې دغه پرېکړه‌لیک د برېتانیا، فرانسې او سومالیا په ګډون د شورا د ۱۳ غړو په ملاتړ تصویب شو او هیڅ هېواد مخالفه رایه ورنه کړه.

د حماس غورځنګ څرګنده کړې چې دا طرحه به پر سیمه یو نړۍوال قیمومیت وضع کړي چې فلسطنیان ورسره مخالف دي.

حماس زیاته کړې چې نړۍوال ځواکونه به بې‌طرفه پاتې نه شي؛ بلکه له اسراییلو ملاتړ کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.