Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ا.ا مشر علماوو ته: په خلکو کې علم عام کړئ او د خلکو ترمنځ د اختلافاتو په ختمولو کې کوښښ وکړئ.

کابل (پژواک، ۲۸ لړم ۱۴۰۴): د اسلامي امارت مشرتابه په کندهار ولایت کې د فقهي مجالسو د علماوو لپاره په جوړ شوي سیمینار غونډه کې ویلي، علما دې خلکو کې علم عام کړي، له یو بل سره دې مخالفت نه کوي او د خلکو په منځ کې دې اختلافاتو په ختمولو کې کوښښ وکړي.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح‌الله مجاهد پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، مشرتابه په کندهار ولایت کې د فقهي مجالسو د علماوو لپاره په جوړذشوي سیمینار کې ګډون او وینا وکړه.

د اسلامي امارت مشرتابه ویلي، فقیه هغه څوک دی چې په فرعي احکامو علم ولري، په حلال او حرام، په فرض او واجباتو، په مکروهاتو او مکروه تنزهي او په اعتقادیه احکامو علم ولري.

هغه زیاته کړې: «د فقهې علماء د جل جلاله او رسول صلی علیه وسلم په نزد پر نورو خلکو امتیاز لري او په خلکو کې یې د خیر خلک یاد کړي دي، تعالی یې درجه لوړه کړې ده. او فقهاء یې د مسلمانانو د خیر لپاره انتخاب کړي دي، ځکه دوی حلال او حرام او ښه او بد پیژني او خلکو ته یې نفع رسیږي او د خلکو مشکلات حل کوي، د علم د افادې او استفادې لپاره تګ کول جهاد فی سبیل دی او فقهي علماء د جل جلاله د دین د اعلا لپاره تګ او راتګ کوي او مجلسونه کوي

د ده په خبره، په فقهي مجلسو کې د حق اظهار کیږي، مسائل په کې روښانه کیږي او تحقیق په کې کیږي، افاده او استفاده په کې کیږي د علماوو ترمنځ مینه او محبت پیداکیږي.

ده ویلي: « جل جلاله علماوو ته د انبیاوو علیهم السلام وراثت سپارلی دی، چې دوی به علم زده کوي او د خلکو رهنمايي به په اخلاقو،علم او ادب کې کوي، اوس خلکو رهنمايي او هدایت د علماوو پر غاړه ده. دا د علماوو مسؤلیت دی چې خلکو ته به د شریعت په رڼا کې لارښيي، ځکه دوی د جل جلاله لخوا مسؤل بلل سوي دي، چې دوی به خلکو ته هدایت کوي او لار به ورته ښيي اوس علماء کرامو ته د ښهخدمت زمینه برابره ده. حلالو ته حلال او حرامو ته حرام ویلای شي، نو علم زده کړئ، خلکو ته یې ورسوئ او په خلکو کې علم عام کړئ. اوس د دین د کامیابه کیدو مسؤلیت د علماوو پر غاړه دی، او دا د دوی مسؤلیت دی چې خلک په دین پوه کړي

د اسلامي امارت مشر علماوو ته ویلي: «یو د بل سره مخالفت ونه کړئ. د خلکو په منځ کې د اختلافاتو په ختمولو کې کوښښ وکړئ. ددنیا تمعه مه کوئ. حق  پټ نه کړئ، امربالمعروف او نهي عن المنکر کوئ، تاسو د فقهي مجالسو علماء د عامو خلکو نماینده ګان یاست، دخلکو او د مسؤلینو اصلاح به کوئ، د خلکو درته امید دی، شریعت پر خپلو ځانو باندې عملي کړئ، ترڅو خلک تاسو وویني او ستاسوتقلد وکړي. علماء او مسؤلین دي د اسلامي امارت لخوا صادر شوي فرمانونه اول په ځان عملي کړي او وروسته دي یې خلکو ته بیانکړي، فرمانونه او قوانین خلکو ته ورسوئ، په فرامینو خلک پوه کړئ، حیثیت او ارزښت یې ورته بیان کړئ

مجاهد لیکلي، په پای کې ټولو علماء کرامو یوځل بیا له مشرتابه سره خپل بیعت تجدید کړ او ژمنه یې وکړه چې د خپل شرعي نظام کلکملاتړي دي او ملاتړي به وي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.