Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د لوګر څرخ ولسوالۍ ته د برېښنا غځولو پروژې چارې پيل شوې

پل‌علم (پژواک، ۲۸ لړم ۱۴۰۴): د لوګر سیمه‌ییز مسوولین وايي، د دغه ولایت څرخ ولسوالۍ ته د برېښنا غځولو پروژې چارې چې د کورنیو چارو وزارت د شاوخوا ۳۰ میلیون افغانیو په مالي لګښت ترسره کېږي، پیل شوې.

د دې پروژې د پرانيستې مراسمو کې د کورنیو چارو وزارت د تأمیناتو معینیت استازي انجینر نصرت‌الله نوري وویل چې څرخ ولسوالۍ ته د برېښنا غځولو پروژه د دغه وزارت په مالي لګښت پلې کېږي او له بشپړېدو وروسته به یې د څرخ ولسوالۍ اوسېدونکي له برېښنا برخمن شي.

نوري زیاته کړه چې یاده پروژه له بره‌کي‌برک ولسوالۍ پیلېږي، د بره‌کي‌راجان له بازاره په تېرېدو تر څرخ ولسوالۍ پورې رسېږي او په دغه مسیر کې به د برېښنا ټولې ۴۳۶ پایې ودرول شي.

بلخوا، د لوګر مرستیال والي مولوي محمدانور دین‌پرور د بیت‌المال د ساتنې، د مسوولیتونو ادا کولو او د عامه تاسیساتو خوندیتوب پر اهمیت ټینګار وکړ او د سیمې اوسېدونکي، په ځانګړي ډول د بره‌کي‌برک او څرخ ولسوالیو خلک او قومي مشران یې وهڅول چې د عامه تاسیساتو په ساتنه کې خپل مکلفیت ادا کړي او له انجنیرانو سره بشپړه همکاري وکړي.

د یادونې ده، څلور میاشتې مخکې هم د برېښنا عمومي شرکت له لوري د لوګر په محمداغه ولسوالۍ کې د ۴۰ ميګاواټه لمریزې برېښنا او همدارنګه د یوه سب‌سټېشن جوړولو چارې پیل شوې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.