پلعلم (پژواک، ۲۸ لړم ۱۴۰۴): د لوګر امنيه قومانداني وايي چې په دغه ولايت کې يوه ۲۷ کلن ځوان ځانوژنه کړې ده.
د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند مولوي احمدالله انس پژواک خبري اژانس ته وويل، یاد ځوان د دغه ولایت د مرکز پلعلم ښار اړوند د التمور سيمې اوسېدونکی و چې تېره ورځ یې په کلاشینکوف ځان ویشتی او وژل شوی دی.
هغه زياته کړه چې وژل شوي ځوان رواني ناروغي لرله او ښايي د ځانوژنې لامل یې هم همدا ناروغي وه.
د ياد ځوان خپلوان هم مني چې د خورشید په نوم یاد ځوان په ناڅاپي توګه ځانوژنه کړې ده، خو د پېښې د کره څرنګوالي په اړه څه نه وايي.
دا په داسې حال کې ده چې دیني عالمان وایي، ځانوژنه د اسلام له نظره کبیره ګناه ده او هيڅوک باید د ژوند د حلېدونکو ستونزو له امله پر داسې عمل لاس پورې نه کړي او د کبیره ګناه مرتکب نه شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP