Language

د افغانستان له ۱۹ کلنو کم‌عمره ملي لوبډلې هند ته ماته ورکړه

کابل (پژواک، ۲۸ لړم ۱۴۰۴): د افغانستان د کرکټ له ۱۹ کلنو کم‌عمره ملي لوبډلې په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې د هند له ۱۹ کلنو کم‌عمره ب لوبډلې ته د ۷۱ منډو په توپیر ماته ورکړه.

د افغانستان د کرکټ له ۱۹ کلنو کم‌عمره ملي لوبډلې او د هند له ۱۹ کلنو کم‌عمره الف او ب لوبډلو ترمنځ درې اړخیزه لوبلړۍ نن پیل شوه.

د یادو سیالیو په لړ کې نن د افغانستان له ۱۹ کلنو کم‌عمره ملي لوبډلې خپله لومړۍ یو ورځنۍ لوبه د هند له ۱۹ کلنو کم‌عمره ب لوبډلې سره ترسره کړه.

نننۍ لوبه چې په هند کې ترسره شوه، افغان لوبډلې په کې لومړی توپوهنه ترسره کړه او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې ۱۶۸ منډې وکړې.

د هند لوبډلې ورکړل شوی هدف پوره نه شو کړای او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو  یې ۷۹ منډې وکړې او د ۷۱ منډو په توپیر یې افغان لوبډلې ته لوبه وبایله.

په دې لوبه کې د افغانستان له لوري په توپ‌اچونه کې عبدالعزیز د هند شپږ لوبغاړي وسوځول او هيټریک یې هم وکړ.