هرات (پژواک، ۲۸ لړم ۱۴۰۴): په هرات کې د اصلاح شوو تخمونو وېشلو له لارې د کرنې میکانیزه کولو برخه کې د محمدعارف په نوم د یوه کس د هڅو په اړه د پژواک د راپور له خپرېدو وروسته، اوس هغه وايي چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) د دغه نوښت د ملاتړ لپاره له ده سره دوه تړونونه لاسلیک کړي دي.
پژواک خبري اژانس د روان لمریز کال د تلې په ۱۲مه د «د اصلاح شوو تخمونو په وېشلو سره د کرنې عصري کولو لپاره د هرات د یوه اوسېدونکي هڅې» تر عنوان لاندې یو راپور خپور کړ. دا کس چې محمدعارف نومېږي، د خپلې تجربې او له بزګرانو سره په نږدې همکارۍ سره هڅه کوي په کرنه کې رښتینی بدلون راولي او بزګرانو ته دا امکان برابر کړي څو د اصلاح شوو تخمونو او علمي لارو چارو په کارولو سره د خپلو ځمکو د حاصلاتو په ډېرېدو او کیفیت کې د پام وړ ښهوالی راولي.
هغه د پژواک خبري اژانس له خبریال سره په مرکه کې ویلي وو چې د افغانستان د کرنې راتلونکی د اصلاح شوو تخمونو او عصري کرنې تخنیکونو په کارولو کې نغښتی دی. د هغه په خبره، دا تخمونه باید د وچکالۍ او د نباتي ناروغیو پر وړاندې مقاومت او په اوبیزو او للمي ځمکو کې د ډېرو حاصلاتو د تولید په ډول ځانګړتیاوې ولري.
حاجي محمدعارف د خپلو کرنیزو فعالیتونو په اړه د پژواک خبري اژانس د راپور په خپرېدو د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ وايي چې دغه راپور د نړۍوالو سازمانونو د پاملرنې لامل شوی او اوس د FAO دفتر د هغه د کارونو د ملاتړ لپاره يو تړون لاسليک کړی دی.
هغه وویل: «د FAO دفتر په یوه قرارداد کې له موږ څخه د غنمو ۸۵ ټنه اصلاح شوی تخم پېرلی او په بل قرارداد کې یې ۶۵ ټنه نور غنم په داسې ډول په پام کې نیولي چې دا خدمات د بزګرانو ترمنځ ۵۰/۵۰ ووېشل شي؛ یعنې د هرې بوجۍ اصلاح شوو غنمو نیمه بیه به بزګر او نیمه نور به د FAO دفتر ورکوي.»
حاجي عارف اوس هڅه کوي چې دغه ډول اصلاح شوي تخمونه د بزګرانو ترمنځ ترویج کړي څو ځمکې یې ډېر حاصل ورکړي او د کورنیو ژوند ورسره ښه شي.
د هغه په خبره، دمګړۍ څه باندې ۱۱۰ بزګران له ده سره همکاري کوي او تر اوسه یې شاوخوا ۳۰ ټنه اصلاح شوی تخم پر غغوی وېشلی دی.
د هرات د دغه اوسېدونکي فعالیتونه یوازې تر یوې ځانګړې سیمې محدود نه دي، بلکې هغه د کروخ، انجیل، پشتونزرغون، ګذرې، زندهجان او غوریان په ګډون د دغه ولایت په شپږو ولسوالیو کې پر کار بوخت دی. هغه باور لري چې د ولسوالیو په کچه د فعالیتونو پراخول، له عصري کرنې سره د بزګرانو د لا زیاتې بلدتیا لامل کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP