کابل (پژواک، ۲۸ لړم ۱۴۰۴): د صنعت او سوداګرۍ وزیر وایي چې یوازې د صنعتي پارکونو لپاره په هېواد کې څه باندې ۱۶۰ زره جریب ځمکه ځانګړې شوې او دا مهال څه باندې شپږ زره فابریکې په بېلابېلو سکټورونو کې فعالیت کوي او یوازې په تېرو درېیو میاشتو کې څه باندې ۴۰۰ شرکتونو ته ځمکه وېشل شوې ده.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د خبرپاڼې له مخې، نورالدین عزیزي دغه څرګندونې پرون شپه د افغانستان، ایران او اوزبېکستان د خصوصي سکټور ترمنځ د سوداګریز تواصل کنفرانس کې وکړې.
نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت په متوازن سیاست او د افغانستان اقتصاد او صنعتي کولو ته په پاملرنې سره د ځانبسیاینې پر لور پیاوړي ګامونه پورته کړي او هره ورځ په هېواد کې د نوې فابریکې د پرانیستل کېدو شاهدان یو.
هغه ویلي: «یوازې د صنعتي پارکونو لپاره څه باندې ۱۶۰ زره جریب ځمکه ځانګړې شوې او اوس مهال څه باندې شپږ زره فابریکې په بېلابېلو برخو کې فعالیت لري. دغهراز، یوازې په تېرو درېیو میاشتو کې څه باندې ۴۰۰ شرکتونو ته ځمکه ویشل شوې ده.»
نوموړي د کنفرانس له ګډونوالو وغوښتل چې په سوداګریزو ناستو کې فعاله ونډه واخلي او هڅه دې وکړي چې د خپلو هېوادونو د خلکو په ګټه عملي تړونونه لاسلیک کړي.
عزیزي په کنفرانس کې حاضرو پانګهوالو ته هم بلنه ورکړې چې په بشپړ ډاډ سره په افغانستان کې پانګونه وکړي.
د یادونې ده، د سوداګریز تواصل دغه کنفرانس د امام ابوحنیفه (رح) د څلورم ملي او نړۍوال نندارتون په څنډه کې جوړ شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP