Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

له هند او افغانستان سره د پاکستان د ستونزو د حل لپاره منځګړیتوب ته د روسیې چمتووالی

کابل (پژواک، ۲۸ لړم ۱۴۰۴): اسلام‌اباد کې د روسیې سفیر ویلي چې مسکو له هند او افغانستان سره د پاکستان د ستونزو د حل لپاره منځګړیتوب ته چمتو دی.

د روسيه ټاس خبري اژانس راپور ورکړی چې البرټ خوریوف دغه څرګندونې پرون په هغه ګردي مېز کې چې د «اسلام‌اباد د ستراتيژیکو څېړنو انسټیټیوټ» له لوري جوړ شوی و، کړې دي.

هغه ویلي: «موږ چمتو یو چې د پاکستان او هند او دغه‌راز پاکستان او افغانستان ترمنځ شخړو کې منځګړیتوب وکړو. موږ د سیمې د امنیت، په ځانګړي ډول د افغانستان په اړه ګډې اندېښنې لرو او د سولې، د تروریزم پر ضد مبارزې او اقتصادي او ټولنیز پرمختګ په برخه کې د ګډو همکاریو ملاتړ کوو.»

د روسیې سفیر زیاته کړې چې د سوېلي اسیا هېوادونو ترمنځ ډېری ترینګلتیاوو ته د نورو هېوادونو له لوري لمن وهل کېږي.

نوموړي په دې برخه کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د «اوراسیا ستر شراکت» نوښت او د په دغه شرکت کې د برابر او نه تجزیه کېدونکي امنیت د نوي چوکاټ پراختیا ته اشاره وکړه او و یې ویل، دا دواړه مفاهیم یو بل پوره کوي او پر دې اصل ولاړ دي چې د سیمې ستونزې باید د هماغې سیمې د لوبغاړو له لورې حل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي هم ویلي چې تهران په دې وروستیو کې د کابل او اسلام‌اباد د ترینګلتیا راکمولو او د ارامۍ د ټینګښت لپاره هڅې کړي او تمه ده چې ډېر ژر یوه سیمه‌ییزه ناسته ترسره شي.

پر افغانستان د پاکستان د پوځي رژیم له بریدونو او د افغانستان له انتقامي بریدونو وروسته د قطر او ترکیې په منځګړیتوب د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ خبرې اترې یو ځل په دوحه او دوه ځلې په استانبول کې ترسره شوې. وروستۍ ناسته د لړم په ۱۶مه پای ته ورسېده.

د امارت اسلامي ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي وو چې د پاکستاني پلاوي له خوا د غیر مسوولانه او نه همکارۍ روحیه د دې لامل شوه چې د افغانستان اسلامي امارت له نېک نیت او د منځګړو له ټولو هڅو سربېره هم کومې پایلې ته ونه رسیږي.

نوموړي ویلي پاکستان په افغانستان کې قوي مرکزي حکومت، امنیت او پرمختګ نه خوښوي او په داسې حال کې د خپل امنیت په تړاو ټول مسوولیتونه د افغانستان حکومت ته راجع کوي چې هلته ناامنۍ د ا.ا له بیا واکمنېدو مخکې له ۲۰۰۲ کال راهیسې د پاکستاني پوځیانو د ناسمو سیاستونو له امله روانې دي.

ترکیې، قطر او ایران پر دې ټینګار کړی چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ ستونزې باید د دیپلوماتیکو هڅو او تفاهم له لارې حل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.