Language

په میدان وردګو ولایت کې ۱۲۶ پراختیایي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

میدان‌ښار (پژواک، ۲۹ لړم ۱۴(۴): د میدان وردګو ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري په جغتو ولسوالۍ کې د شاوخوا۱۷۰ میلیون افغانیو په لګښت ۱۲۶ بېلابېلې پراختیایي پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

په دې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د میدان وردګو د کلیو، بیارغونې او پراختیا رئیس، ملا عصمت الله کرامت وویل، یادې پروژې د (اکټېډ) موسسې په تخنیکي همکارۍ تطبیق شوي چې په کې د کلیوالي سړکونو، لویو پلونو، پلچکونو، استنادي دیوالونو، اوبیز کانالونه او نور بنسټیز کارونه شامل دي.

هغه د معلوماتو له مخې، ټولټال ۱۲۶ پروژې دي چې شاوخوا ۱۷۰ میلیون افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.

نوموړي د یادو پروژو بشپړېدل د خلکو لپاره مهم وبلل او ژمنه یې وکړه چې راتلونکي کې د نورو ولسوالیو لپاره هم ورته پراختیایي پلانونه لري.

ده زیاته کړه، د پروژو چاري د شپږو میاشتو په موده کې بشپړي چې د کار پر مهال زرګونه کسانو ته د لنډمهاله کار زمینه هم برابره شوې وه.

بل لور ته د دغو پروژو په پلي کېدو سره د جغتو ولسوالۍ اوسېدونکي د ښه راتلونکي په اړه هیله‌من شوي وایي، دا هغه پروژې دي چې نه یوازې یې په لنډ مهال کې خلکو ته د کار زمینه برابره کړه، بلکې د سیمې اقتصادي وده او ټولنیز وضعیت ته یې هم مثبت بدلونورکړ.

د جغتو ولسوالۍ یو قومي مشر حاجي رحمت  پژواک خبري اژانس  ته وویل، د یادو پروژو په بشپړېدو سره د سیمې د خلکو ستونزې تریوه بریده کمې شوې دي، خو غوښتنه کوي چې د روغتیا، د سړکونو اساسي جوړولو، د پوهنې او د څښاک د پاکو اوبو د برابرولو په برخوکې هم ورته نورې پروژې پلې شي.

یاده دې وي چې جغتو یوه له هغو لرې پرتو ولسوالیو څخه ده چې په تېرو کلونو کې د بیارغونې او پراختیا په برخه کې ورته پام نه دی شوی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.