Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې ۱۵۳ پرمختیایي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

جلال‌اباد (پژواک، ۲۹ لړم ۱۴۰۴): ننګرهار کې سیمه‌ییز مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د ۱۴۷.۸ میلیون افغانیو په لګښت ۱۵۲ پرمختیایي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د ننګرهار د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست خبرپاڼه کې راغلي چې یادې پروژې د دغه ولایت د شینوارو ولسوالۍ په ۱۴۴ کلیو کې پلې شوې دي.

سرچينه کاږي، د یادو پروژو لګښت چې نږدې ۱۴۸ میلیون افغانۍ شوی، د نړۍوال بانک له لوري ورکړل شوی دی.

د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، د دې پروژو په چوکاټ کې ۸۸ کليوالي سړکونه په خامه ډول، ۳ زره ۵۲۵ متره سړکونه په کانکريټي ډول، ۶۶ کانالونه، ۱۶۲ پلچکونه، دوه زره ۸۷۳ متره استنادي دېوالونه، اووه زره ۷۴۵ متره نوي سړکونه او ۱۳۷ زره ۴۹۸ متره کانالونه پاک شوي دي.

د ننګرهار د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس مولوي قسمت‌الله مبارز ویلي، ‎له دې مخکې په لرو پرتو سیمو کې ورته چارې نه وې پلې شوې خو اوس هڅه روانه ده چې د متوازن انکشاف له مخې په ټولو سیمو کې اساسي پروژې عملي شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.