زرنج (پژواک، ۲۹ لړم ۱۴۰۴): د نیمروز د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسووله په دغه ولایت کې د ښځو د یوه ځانګړي مارکېټ جوړولو جواز ترلاسه کولو خبر ورکوي او دغه کار د متشبثو ښځو لپاره یوه لویه لاستهراوړنه بولي. هغې وویل چې دغه جواز یې د پژواک خبري اژانس د یوه راپور تر خپرېدو وروسته اخیستی دی.
د نیمروز د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولې پلوشې شمس نن (پنجشنبه، د لړم ۲۹مه) وویل: «یو کال کېږي هڅه کوو چې د ښځو لپاره یو ځانګړی مارکېټ جوړ کړو څو ښځې تر یوه چتر لاندې کار وکړي او د تولیداتو پلور یې زیات شي.»
هغې زیاته کړه، دوه ورځې مخکې یې د زرنج له ښاروالۍ د رسمي مکتوب له مخې د ښځو لپاره د ځانګړي مارکېټ جوړولو جواز ترلاسه کړی دی.
هغې د دغه مارکېټ جوړولو لپاره د اجازې ترلاسه کول یوه لویه لاستهراوړنه وبلله او اوس هڅه کوي چې د یاد مارکېټ جوړولو لپاره د مرستندویو بنسټونو او سوداګرو ملاتړ ترلاسه کړي.
هغې زیاته کړه: «په لومړي قدم کې باید د پژواک اژانسه ځانګړې مننه وکړم، تاسو تل د ښځو د سوداګرۍ په اړه د ګڼ شمېر راپورونو په خپرولو او د هغوی د ستونزو په منعکسولو سره، له موږ سره ډېره همکاري کړې ده، ستاسو راپورونه په رښتیا هم اغېزناک وو؛ ځکه د هغو له خپرېدو وروسته یوې موسسې له ما سره اړیکه ونیوه، ویې ویل چې دوی د پژواک د راپورونو له لارې پوهېدلي چې موږ د ښځینه سوداګرو لپاره د مارکېټ جوړولو په لټه کې یو؛ له همدې لارې زموږ اړیکه ټینګه شوه.»
هغه وايي، اوس هڅه کوي څو وکولای شي د یاد مارکېټ جوړولو لپاره د مالي موسسو او سوداګرو مالي ملاتړ ترلاسه کړي او تر اوسه پورې د ملګرو ملتونو دوو بنسټونو د همکارۍ ژمنه کړې ده.
پلوشې شمس په څو راپورونو کې پژواک خبري اژانس ته ویلي وو چې د ښځینه متشبثینو لپاره د ځانګړي ځای نشتوالی یوه له لویو ستونزو ده او هغې د ښځو لپاره د ځانګړي مارکېټ په جوړولو کې د حکومت د ملاتړ او مرستې غوښتنه کړې وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP