هرات (پژواک، ۲۹ لړم ۱۴۰۴): هرات کې د زعفران ګلونو ټولولو موسم دی؛ په دې ورځو کې د ډېرو کورنیو لویان او ماشومان د زعفران ګلونو په راټولولو بوخت وي، دغه فصل د ډېرو لپاره یوازې د حاصل راټولولو نه، بلکې د هيلو غوړېدو فصل دی.
د انجيل ولسوالۍ یو کروندګر حمیدالله پنځلس کاله کېږي زعفران کري؛ هغه محصول چې په خپله وینا یې: «تر هر بل کښته ښه او برکتي دی.» نوموړی هغه ورځې یادې کړې چې د زعفران وچول ورته یو خوب ښکارېده.
هغه د پژواک خبریال ته وويل: «موږ به د زعفران ګلونه په ډېر زحمت راټولول او پاکول به مو؛ خو چې د وچولو وار به یې راورسېد، ستونزې به پيل شوې؛ دودیزو طریقو نه کیفیت درلود، نه سرعت، کله به زعفران وسوځېدل، کله به یې رنګ بدل شو، هغه وخت به زموږ ټولې هڅې ضايع شوې.»
خو سږ کال د ده لپاره د زعفران وچول توپیر لري؛ حمیدالله څو کلونه سپما کړې، پيسې یې په کار اچولې او له ايرانه یې د زعفران وچولو يو نوی ماشين پېرلی دی. هغه وايي چې اوس یې زعفران له لسو دقیقو څخه په کم وخت کې په لوړ کیفیت سره وچېږي او بوی یې په ټول کور کې خپور وي.
حمیدالله په خندا وايي: «نور اړ نه یو چې ورځې ورځې په تمه پاتې شو، ګاونډیان هم خپل زعفران زموږ کور ته راوړي چې وچ شي. دغه ماشين هم زموږ کار اسان کړی او هم یې د کلي خلک له یو بل سره نږدې کړي دي.»
حمیدالله چې په څېره کې یې د رضایت خوښي ښکارېده، وویل چې زعفران یوازې یو محصول نه، بلکې د ځمکې برکت دی.
بلخوا، د هرات د کرنې برخې کارپوهان د زعفران وچولو د دغو نوو ماشينونو هرکلی کوي او وايي چې د داسې اسانتیاوو رامنځته کېدل خلک د دغه محصول لا ډېر کرلو ته هڅوي.
د کرنې يو کارپوه محمدجواد امیني وايي، کروندګرو کلونه زعفران په دودیزه بڼه وچول او د محصول کیفیت به ټيټېده، خو اوس په ماشينونو کې زعفران په لږ وخت کې د نړۍوالو معیارونو مطابق وچ او چمتو کېږي او صادراتي ارزښت یې لوړېږي.
د هرات د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست هم د دغه بهیر ملاتړ کوي او د زعفران وچولو ماشینونو او بستهبندۍ ته د زعفرانو د کروندګرو لاسرسی د سیمې او نړۍ بازارونو په سیالیو کې مثبت ګام ګڼي.
د هرات د کرنې امر بشیراحمد احمدي وايي چې سږ کال څه باندې ۲۵ زره کورنۍ د زعفران په راټولولو بوختې دي او په ډېرو سیمو کې د زعفران وچولو ماشينونه نصب شوي دي.
د حمیدالله د کلي د خټینو کورونو په کوڅو کې د تازه وچ شوو زعفرانو بوی خپور دی. ماشومان په موسکا په ګلونو کې تېرېږي او ښځې په انګړونو کې د زعفران په پاکولو بوختې دي. دلته زعفران نور یوازې د ځمکې محصول نه، بلکې د پرمختګ، هيلې او هغې لاستهراوړنې نښه ده چې کروندګرو په خپلو لاسونو خاوره په سرې طلا بدله کړې ده.
د يادونې ده، د هرات زعفران په وروستیو لسو کلونو کې تل د نړۍ له غوره زعفرانو ګڼل شوي او څو ځله یې د نړۍ په کچه لومړی مقام خپل کړی دی؛ دا محصول د خپل رنګ، بوی او ځانګړي خوند له امله د سيمې او نړۍ په بازارونو کې د افغانستان ځانګړی برنډ بلل کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP