Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

له ۱۹ کلنو د کم‌عمره لوبډلو د ۲۰۲۶ کال نړۍوال جام سیالیو مهالوېش اعلان شو

کابل (پژواک، ۲۹ لړم ۱۴۰۴): له ۱۹ کلنو د کم‌عمره لوبډلو د ۲۰۲۶ کال نړۍوال جام  سیالیو مهالوېش اعلان شو چې افغان لوبډله د سوېلي افریقا، ويسټ‌انډیز او تانزانیا له لوبډلو سره په یوه ګروپ کې راغلې ده.

د افغانستان کرکټ نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، له ۱۹ کلنو د کم‌عمره لوبډلو د ۲۰۲۶ کال نړۍوال جام سیالیو مهالوېش په ډاکه شو چې افغان لوبډله د سوېلي افریقا، ويسټ‌انډیز او تانزانیا له لوبډلو سره په D ګروپ کې راغلې ده.

سرچینې زیاته کړې، په دغو سیالیو کې به افغان لوبډله خپله لومړۍ لوبه د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ په ۱۶مه له سوېلي افریقا سره ترسره کړي، دویمه لوبه به یې د جنوري په ۱۸مه له ويسټ‌انډیز او درېیمه به یط د همدې میاشتې په ۲۱مه له تانزانیا سره وي.

د یادونې ده، له ۱۹ کلنو د کم‌عمره لوبډلو د ۲۰۲۶ کال نړۍوال جام سیالۍ د همدغه کال په جنورۍ میاشت کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ په زمبابوې او نمیبیا هېوادونو کې ترسره کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.