کابل (پژواک، ۲۹ لړم ۱۴۰۴): د کابل امنیې قوماندانۍ خبر ورکړی چې پولیسو په ټولنیزو پاڼو کې د خلکو د حسابونو، په ځانګړې توګه د واټساپ هک کولو او د هغو له کاروونکو د پیسو اخیستو په تور درې کسان نیولي دي.
د کابل امنیې قوماندانۍ نن (پنجشنبه) ویلي چې دغه کسان د کابل ښار د لسمې حوزې په مربوطاتو کې نیول شوي دي.
سرچینې څرګنده کړې چې نیول شوو کسانو به د خلکو د واټساپ حسابونه هک کول او د شخصي انځورونو او اسنادو له ترلاسه کولو وروسته به یې له هغوی د پيسو غوښتنه کوله.
د کابل د لسمې امنیتي حوزې جنایي مدیر مولانا عبدالرحمن مخلص وايي: «په لسمه حوزه کې زموږ کشفي او اتراتیفي پرسونل یو ګروپ پېژندلی او نیولی چې هکران دي، د خلکو اکاونټونه، ایډيګانې، واټساپونه او ګالرۍ یې هک کولې او د خلکو شخصي حریم ته داخلېدل، انځورونه او شخصي اسناد یې ترلاسه کول او وروسته به یې د پیسو غوښتنه ترې کوله.»
د خپرې شوې ویډیو له مخې، له نیول شوو کسانو یوه پر خپل جرم اعتراف کړی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP