Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بادغيس کې د دوو قومونو ترمنځ ۳۵ کلنه دښمني پای ته ورسېده

کابل (پژواک، ۳۰ لړم ۱۴۰۴): د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت وايي چې په بادغيس ولایت کې د دوو قومونو ترمنځ یوه ۳۵ کلنه خونړۍ دښمني د دغه وزارت د یوه پلاوي په منځګړیتوب پای ته ورسېده.

د قومونو او قبایلو چارو وزارت نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د یادې شخړې د حل په مناسبت جوړ شوو مراسمو کې د بادغيس والي، سيمه‌ييزو مشرانو، دیني عالمانو او د اسلامي امارت منسوبینو ګډون کړی و.

سرچینې د قومونو د نوم له یادولو پرته لیکلي: «ياده شخړه چې د بادغيس د غورماچ ولسوالي په «تخت خاتون» سيمه کې د یوې حقوقي موضوع پر سر رامنځته شوې وه له دواړو لورو څخه لس تنه پکې وژل شوي او پراخ مالي زیانونه یې اړولي وو چې د مسوولينو د پرلپسې هڅو په پایله کې دواړه خواوې د سولې په ټغر سره کيناستلې او د ورورولۍ پر ژمنتیاوو یې ټینګار وکړ.»

یاد وزارت لیکلي، د دغې جرګې ګډونوالو ټینګار وکړ چې افغانستان د اوږدو جګړو له امله د کورنيو دښمنيو شاهد پاتې شوی خو د ا.ا.ا په حاکميت سره اوس د شخړو د حل او ټولنيز ثبات هڅې پياوړې شوې دي.

چارواکو زیاته کړه، قومي او ژبني اختلافات کمزوري شوي او د شريعت په رڼا کې د شخړو د هواري لړۍ په چټکۍ روانه ده؛ هغه لړۍ چې پایله یې نن د دغې څو کلنۍ دښمني په حل او فصل کېدو کې لیدل کېږي.

په پای کې د دواړو قومونو استازو د وزارت له مسوولینو مننه وکړه او ويې ويل، درې لسیزې کړاوونه، سختې او تربګنۍ یې تېرې کړلې خو اوس الحمدلله د اسلامي امارت په منځګړيتوب بېرته د ورورولۍ، امن او ګډ ژوند تر سره کولو ته را وګرځيدل.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.