کابل (پژواک، ۳۰ لړم ۱۴۰۴): په قرغيزستان کې د اسلامي امارت سفیر د هند له سفیر سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو، سیمهییز اتصال، بشري مرستو او د دوه اړخیزو ډیپلوماتیکو تعاملاتو پر پراختیا خبرې کړې دي.
په قرغيزستان کې د افغانستان سفارت نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې په دغه هېواد کې د ا.ا د سفارت سرپرست مولوي عبدالشکور حقاني په کوربه هېواد کې د هند له سفیر بیرېندر سینګ سره کتلي دي.
سرچینې زیاته کړې، په دې کتنه کې د افغانستان او هند ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو، سیمهییز اتصال، بشري مرستو او د دوهاړخیزو ډیپلوماتیکو تعاملاتو د پراختیا په اړه خبرې وشوې.
سرچینې لیکلي، په یاده لیدنه کې دواړو لورو څرګنده کړه چې هند ته د ا.ا د بهرنیو چارو د وزیر سفر د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا لپاره مهم ګام و او دغهراز هيله ده چې د صنعت او سوداګرۍ د وزیر نورالدین عزیزي سفر به د سوداګرۍ، صادراتو او وارداتو په ډګر کې نوي فرصتونه او پراختيا رامنځته کړي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې دغهراز ټینګار وشو چې د چابهار بندر او هوايي دهلېز میکانیزم د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا لپاره ستراتیژیک اهمیت لري او اړینه ده چې تمرکز نور هم پرې ډېر شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP