Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان او اوزبېکستان د سوداګرو ترمنځ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

کابل (پژواک، ۳۰ لړم ۱۴۰۴): د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي چې له افغانستانه اوزبېکستان ته د کرنیزو محصولاتو د صادراتو د پراختیا او اسانتیا په موخه یې د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړی دی.

د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې پرون په یوې اعلامیه کې ویلي چې د دې خونې او د ازبکستان د صادروونکو اتحادیې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک د افغان سوداګرو لپاره یو ارزښتناکه فرصت دی.

سرچینه زیاتوي چې دغه هوکړه‌لیک د مرکزي اسیا، روسیې او اروپایي هېوادونو او نړۍوالو بازارونو ته د اوزبېکستان له لارې د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د صادراتو او وارداتو د اسانۍ لپاره د یوې ارزښتناکه لاسته‌راوړنې په توګه نوې لاره او عملي فرصتونو رامنځته کوي.

په دې اعلامیه کې راغلي چې د یاد هوکړه‌لیک اصلي موخه د اوزبېکستان له لارې د صادراتو پراختیا، د صادراتو د کیفیت لوړول، د نړۍوالو معیارونو رعایت او د افغان او اوزبېک سوداګرو لپاره د اقتصادي فرصتونو پراخول دي.

سرچینې ویلي، د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونه له ټولو لېوالو سوداګرو غواړي چې له رامنځته شوو فرصتونو د ګټې اخیستنې او په ګډو پروژو کې د ګډون لپاره له دې خونې سره اړیکه ونیسي. دا د بازار پراختیا، صادراتو زیاتېدو او د هېواد د سوداګرو اقتصادي ودې لپاره یو طلايي فرصت دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغه سوداګریز هوکړه‌لیک د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشرتابه، د وچې او تازه مېوې د مدیره پلاوي له یو شمېر غړو سره په ګډه د اوزبېکستان د صادروونکو اتحادیې له مشر یارکین‌جان ملک‌اوف سره لاسلیک کړی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.