شبرغان (پژواک، ۳۰ لړم ۱۴۰۴): جوزجان کې سیمهییزو سرچینې وايي چې د دغه ولایت په اقچه ولسوالۍ کې د خلکو کرنیزو محصولاتو او لاسي صنایعو ته د بازارموندنې په موخه نندارتون پرانیستل شو.
د جوزجان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ویاند ذبیحالله خیراندېش پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه نندارتون د یاد ریاست له لوري د الماني غیرانتفاعي موسسې «ولټ هونګر هیلف» (WWH) په همکارۍ جوړ شوی دی.
هغه وویل، په نندارتون کې د اقچې ولسوالۍ د اوسېدونکو کرنیز محصولات او لاسي صنایع نندارې ته وړاندې شوي چې پهکې ۱۶ غرفې نارینهوو او ۱۴ غرفې ښځو ته ځانګړې شوې دي.
د هغه په وینا، یاد تولیدوونکي په تېرو دوو کلونو کې د کرنې، مالدارۍ او لاسي صنایعو برخو کې د کرنې ریاست په همغږۍ د یادې موسسې له لوري روزل شوي او نن یې خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي دي.
یو شمېر ښځو او نارینهوو چې خپل تولیدات یې نندارې ته وړاندې کړي، له حکومته غواړي چې د دوی د تولیداتو لپاره د بازار زمینه برابره کړي او ښځو ته ځانګړي مارکېټونه جوړ کړي.
عزیزه چې له یادو ګډونوالو څخه ده او خپل کرنیز محصولات او لاسي صنایع یې نندارې ته اېښي وایي، دغه نندارتون د ښځو د ظرفیت لوړولو لپاره جوړ شوی دی.
هغې وویل: «موږ په داسې شرایطو کې یو چې ښځې تر بل هر وخت ډېر ملاتړ ته اړتیا لري څو وکولای شي پر خپلو پښو ودرېږي او د دې ډول نندارتونونو او روزنیزو پروګرامونو جوړېدل ډېر اغېزناک دي.»
ورته مهال، د حمیدې په نوم یوې بلې ګډونوالې وویل چې دا ډول پروګرامونه له داخلي تولیداتو سره د خلکو د بلدتیا او د ښځو او نارینهوو د اقتصادي فعالیتونو د پیاوړتیا لپاره ډېر اړین دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP