Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پاکستان د پنجاب یوه فابریکه کې چاودنه؛ لږ تر لږه ۱۸ کسان وژل شوي او اووه نور ټپیان دي

کابل (پژواک، ۳۰ لړم ۱۴۰۴): پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد د پنجاب صوبې د فیصل‌اباد ښار د کیمیاوي توکو یوه فابریکه کې یوه بایلر چاودنه کړې چې له امله ۱۸ کسان وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.

د پاکستان اج ټلوېزیون په یوه راپور کې ویلي چې دغه پېښه نن سهار د پنجاب صوبې د فیصل‌اباد ښار د کیمیاوي توکو یوه فابریکه کې شوې چې د یادو تلفاتو ترڅنګ د فابریکې ودانۍ او نږدې کورونه هم نړېدلي دي.

سرچینه کاږي چې په وژل شوو کسانو کې ماشومان او ښځې هم شامل دي چې شپږ یې د یوې کورنۍ غړي وو او اووه نور کسان ټپیان شوي چې روغتونو ته لېږدول شوي او حالت یې نازک ښودل شوی دی.

په راپور کې د سرچینو له قوله راغلي چې پولیسو د دې پېښې په تړاو د فابریکې مدیر نیولی دی.

د فیصل‌اباد چارواکو ویلي چې ښايي د تلفاتو شمېر لوړ شي؛ ځکه تر اوسه د ژغورنې ډلې په سیمه کې تر خاورو لاندې د کسان پر راایستلو بوخت دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.