کابل (پژواک، ۳۰ لړم ۱۴۰۴): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې په کابل کې یې نږدې زرو راستنو او بېځایه شوو کورنیو ته د خوراکي توکو د مرستو د وېش لړۍ پیل کړې ده.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن (جمعه) پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، نږدې زرو راستنو او بېځایه شوو کورنیو ته یې د مرستو د وېش لړۍ پیل کړې ده.
سرچینې لیکلي، دغه مرستې د کډوالو وزیر مولوي عبدالکبیر ته د افغانستان د سوداګرو او خیرغوښتونکو کسانو له لوري سپارل شوې وې.
سرچینه زیاتوي، هرې کورنۍ ته یوه بوجۍ اوړه، دوه بوجۍ وریجې، ۱۰ کیلو ګرامه غوړي، ۷ کیلو ګرامه لوبیا، پنځه کیلو ګرامه نخود، څلور کیلو ګرامه مکروني، ۱۰ کیلو ګرامه بوره، دوه کیلو ګرامه شین چای، یو کیلو ګرام تور چای، مالګه او یو شمېر نور اساسي مواد ویشل کېږي.
د یاد وزارت په وینا، د دې مرستو لومړۍ برخه نن ۵۰ کورنیو ته ووېشل شوه او پاتې نوره به په راتلونکو ورځو کې ووېشل شي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د هېواد د سوداګرو او خیرغوښتونکو کسانو له دغو مرستو مننه کړې او له نورو هېوادوالو یې هم غوښتي چې په دې برخه کې خپل ملي او دیني مسوولیت ادا کړي.
د کډوالو چارو وزارت ټینګار کوي چې د راستنېدونکو کډوالو د بېړنیو اړتیاوو پوره کولو ته ژمن دی او د همکارو بنسټونو په مرسته به ورته نور پروګرامونه هم پلي کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP