Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هند: له افغانستان سره به د هوايي کارګو خدمتونه ډېر ژر بېرته پیل شي

کابل (پژواک، ۳۰ لړم ۱۴۰۴): هند اعلان کړی چې د کابل – ډيلي او کابل – امریتسر هوايي مسیرونه بېرته فعال شوي او کارګو الوتنې به پر دغو مسیرونو ډېر ژر پیل شي.

د انډیا ټوډې د راپور  له مخې، د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې له افغانستان سره به د هوايي کارګو خدمتونه ډېر ژر بېرته پیل شي. دا پرېکړه د اسلامي امارت د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ډيلي ته د رسمي سفر پر مهال اعلان شوې ده.

د هند د بهرنیو چارو په وزارت د افغانستان، ایران او پاکستان د څانګې مشر انند پرکاش په یوې خبري ناسته کې ویلي: «خوښ یم چې اعلان وکړم چې د کابل – ډيلي او کابل – امریتسر ترمنځ هوایي الوتنې بېرته فعالې شوې او ډېر ژر به له دې لارو د کارګو الوتنې هم پیل شي.»

راپور کې راغلي چې له څو کلونو ځنډ وروسته د دغو الوتنو بیا پیل د دواړو هېوادونو ترمنځ د مستقیم سوداګریز مسیر د بیا فعالېدو په معنا دی او تمه ده چې د توکو لېږد اسانه او سوداګریزې اړیکې پیاوړې کړي.

دا پرېکړه د هند د بهرنیو چارو له وزیر اېس‌جي شنکر سره د نورالدین عزیزي له لیدنې وروسته ونیول شوه. دا لیدنه د افغانستان د سوداګرۍ وزیر د پنځه ورځني سفر یوه برخه ده چې په‌کې دواړو خواوو د دوه اړخیزې سوداګرۍ پراخولو، د ترانزیټي لارو پیاوړتیا او د خلکو ترمنځ د اړیکو پراخولو په اړه خبرې وکړې.

د یادونې ده، نورالدین عزیزي د چهارشنبې په ورځ هند ته ورسېد او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له خوا یې تود هرکلی وشو. د دغه سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پیاوړتیا او پانګونې جلبول ښودل شوې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.