Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د تاتارستان ولسمشر: کولای شو د افغانستان لپاره په تخنیکي او صنعتي برخو کې اړین توکي برابر کړو

کابل (پژواک، ۳۰ لړم ۱۴۰۴): د تاتارستان ولسمشر په روسیه کې د اسلامي امارت له سفیر سره په لیدنه کې له افغانستان سره د هر ډول اړیکو او همکاریو پراختیا ته چمتووالی ښودلی او ویلي یې دي چې هېواد یې کولای شي د افغانستان لپاره په تخنیکي او صنعتي برخو کې اړین توکي او خدمات برابر کړي.

 په روسیه کې د افغانستان سفارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې په روسیه کې د ا.ا لوی سفیر مولوي گل‌حسن حسن تاتارستان ته د خپل سفر پر مهال د دغه هېواد له ولسمشر رستم مینیخانوف سره کتلي دي.

خبرپاڼه کاږي چې په دې کتنه کې د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او امنیتي همکاریو د پراخېدو په اړه مفصلې خبرې وشوې.

د سرچینې په خبره چې په دې لیدنه کې مولوي ګل‌حسن حسن د افغانستان د امنیت ټینګښت، د مخدره توکو د کښت او قاچاق د مخنیوي او رامنځته شوو اقتصادي فرصتونو یادونه وکړه او هم يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو سوداګریزو مرکزونو پرانیستلو او د دواړو هېوادونو د محصولاتو لپاره د نندارتونونو جوړولو وړاندیز وکړ.

یاد سفارت لیکلي، په دې لیدنه کې د تاتارستان ولسمشر له افغانستان سره د هر ډول اړیکو او همکاریو پراخېدو ته چمتووالی وښود او زیاته یې کړه چې تاتارستان کولای شي د افغانستان لپاره په تخنیکي او صنعتي برخو کې اړین توکي او خدمات برابر کړي.

په روسیه کې د اسلامي امارت د سفارت د معلوماتو له مخې، افغان سفیر په دغه سفر کې په تاتارستان کې له مېشتو افغانانو او محصلینو سره هم وکتل‌، د هغوی ستونزې یې واورېدې او د حل ډاډ یې ورکړ.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.