Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بامیان کې د اوبو رسولو ۱۷ شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

بامیان (پژواک، د لېندۍ لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): د بامیان سیمه‌ییز مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د اوبو رسولو د ۲۹ پروژو له ډلې چې د څه باندې ۷۷ میلیون افغانیو په ارزښت پلې کېږې، ۱۷ یې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

د بامیان د والي ویاند صبور فرزان سیغاني پژواک خبري اژانس ته وویل چې د بامیان په مرکز او سیغان، کهمرد، شیبر، یکاولنګ نمبر ۱ او پنجاب ولسوالیو کې د څښاک پاکو اوبو ۱۷ پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

هغه زیاته کړه چې د بامیان د مرکز په کلیو او یکاولنګ نمبر ۱ ولسوالۍ کې د ۱۲ نورو پروژو چارې روانې دي.

د افغانستان د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر ملا محمدیونس اخندزاده په محرومو او اړمنو سیمو کې د کرنې او څښاک پاکو اوبو کمښت په ګډون د خلکو اساسي ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې د دغه وزارت د رهبري له ژمنتیا ډاډ ورکړ.

هغه په یاد ولایت کې د اساسي خدمتونو د پراختیا په برخه کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د هڅو پر دوام ټینګار وکړ.

د بامیان والي مولوي عبدالله سرحدي وویل چې امنیت په ټول هېواد، په ځانګړي توګه دغه ولایت کې په بشپړه توګه تامین دی او سترې پراختیايي او ټولګټې پروژې د بامیان ولایت په کچه په ځانګړې توګه په لرو پرتو سیمو کې په پراخه کچه د پلې کېدو په حال کې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.