Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اریانا افغان هوايي شرکت درې چارټر الوتکې پېري

کابل (پژواک، د لیندۍ لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): د امارتي شرکتونو لوی ریاست وایي چې اريانا افغان هوايي شرکت، د صادراتي توکو د چټک لېږد په موخه درې چارټر الوتکې پېري.

د امارتي شرکتونو لوی ریاست پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې اريانا افغان هوايي شرکت د صادراتي توکو د چټک لېږد په موخه درې چارټر الوتکې پېري.

سرچینې د اریانان افغان هوایي شرکت د مسوولینو له قوله لیکلي چې ډېر ژر به د توکو د ټرانزیټ لپاره ځانګړې درې چارټر الوتکې وپېري.

د اريانا افغان هوايي شرکت رییس بخت‌الرحمن شرافت ویلي چې دغه الوتکې به بوینګ یا ایربس ډوله وي چې بیې یې له ۲۵ تر ۳۵ میلیونه امریکايي ډالرو پورې اټکل شوې دي.

د اریانا افغان هوايي شرکت مسوولینو دغه‌راز ویلي چې د نویو الوتکو په پېرلو سره به د توکو د لېږد لګښتونه راکم شي او نړۍوالو بازارونو ته به د افغانستان د توکو په ځانګړي ډول تازه او وچو مېوو د صادراتو کچه لا لوړه شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.