Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر کې د بدن ښکلا سیالۍ ترسره شوې

پل‌علم (پژواک، اول لیندۍ ۱۴۰۴): د لوګر د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د دغه ولایت په کچه د ۳۰ ورزشکارانو په ګډون د بدن ښکلا یو ورځنی سیالۍ ترسره شوې.

د دغه ولایت د بدني روزنې او ورزش امر انجنیر مزمل نعیم‌زي پژواک خبري اژانس ته وویل،  دغه یو ورځنی سیالۍ د پل‌علم ښار په ورزشي جمنازیوم کې د زلمیانو، ځوانانو او لويانو په درېیو کټګوریو کې ترسره شوې.

 د سیالیو په پای کې غوره ورزشکارانو ته د سرو زرو، سپینو زرو او برونزو پر مډالونو سربېره د اتلولۍ حکمونه هم ورکړل شول.

نوموړي زیاته کړه چې له دې سیالیو څخه موخه د بدن ښکلا او فټنس ورزش پرمختګ، د ورزش فرهنګ پیاوړتیا او د ځوانانو او لويانو هڅونه ده څو په سالمو ورزشي فعالیتونو کې لا ډېره ونډه واخلي.

هېره دې نه وي چې تېره اونۍ هم د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د پنځو ولایتونو د ورزشکارانو ترمنځ د کاراتې سیالۍ ترسره شوې وې.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.