کابل (پژواک، د لیندۍ لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): د تېرو اوو ورځو مخکې په پرتله نن کابل ښار کې د وریجو، بورې، غوړیو او سرو زرو بیې لوړې شوې دي.
کابل ښار کې د خوراکي توکو سوداګرو اتحادیې رییس زمري صافي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د تېرو ۷ ورځو مخکې په پرتله نن په عمده ډول د ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانیو وریجو بیه له ۲۷۰۰ څخه ۲۸۰۰ افغانیو، د ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړيو بیه له ۱۸۰۰ نه ۲۰۰۰ افغانیو او د ۴۹ کیلوګرامه هندي بورې بیه له ۲۴۰۰ نه ۲۴۵۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.
د هغه په خبره، د یادو توکو بیې د پاکستان له لوري له افغانستان سره د سوداګریزو لارو تړل کېدول له امله لوړې شوې دي.
نوموړي زیاته کړه چې نن هم لکه د تېرې شنبې په څېر په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه ۱۶۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام تور افریقایي چای په ۳۸۰ افغانۍ او یو کیلو شین اندونیزیایي چای په ۳۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.
د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږ خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.
د کابل ښار په دهنباغ سیمه کې د خوراکي توکو یوه پرچونپلورونکي حامد صوفيزاده وویل، نن په پرچون ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه ۱۶۵۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۸۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۲۵۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېټره مالیزیايي غوړي په ۲۰۵۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام تور افریقایي چای په ۴۳۰ افغانیو پلورل کېږي.
د سرو زرو بیې
کابل ښار کې د یوې زرګرۍ مالک محمدفواد وویل چې د تېرو اوو ورځو په نسبت نن د یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سرو زرو بیه له ۶۹۵۰ څخه ۶۹۷۰ افغانیو او د یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سرو زرو بیه له ۵۵۰۰ څخه ۵۵۲۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.
د سروزرو پلورونکو په وینا، د کابل ښار په بازارونو کې د سروزرو بیو بدلون په نړۍوالو بازارونو کې د هغو د بیو له بدلون سره تړاو لري.
نفتي توکي
کابل ښار کې د احمدیار د تېلو ټانک یوه کارکوونکي وویل، نن هم لکه د ۷ ورځو مخکې په څېر یو لېټر پټرولو ۶۵ افغانۍ او د یو لېټر ډیزلو بیه ۷۰ افغانۍ ده.
دغهراز، د کابل ښار په دهنباغ کې یو ګاز پلورونکی محمدجان امین وايي نن هم لکه د تېرې شنبې په څېر یو کیلوګرام اوبلن ګاز په ۵۲ افغانۍ پلوري.
د اسعارو بیې
د کابل ښار په شهزاده سرای کې د یوې صرافۍ مالک حاجي محمدحسین وویل چې نن د یوه امریکايي ډالر د پېر بیه ۶۶ اعشاریه ۴۰ افغانۍ ده او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۳۰ افغانیو تبادله کېږي.
دا په داسې حال کې چې د روان کال د لړم په ۲۴مه د یوه امریکايي ډالر د اخیستو بیه ۶۶ اعشاریه ۳۰ افغانۍ وه او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۳۰ افغانۍ بدلېدې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP