Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ویتنام کې د سېلابونو له امله د مړه شوو کسان شمېر ۹۰ ته ورسېد

کابل (پژواک، ۲ لېندۍ ۱۴۰۴): د ویتنام د چاپېریال‌ساتنې وزارت اعلان کړی چې په دغه هېواد کې د څو ورځو پرله‌پسې بارانونو او سېلابونو له امله تر اوسه ۹۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۲ نور نادرکه دي.

ګارډین ورځپاڼې د ویتنام د چاپېریال‌ساتنې وزارت له قوله راپور ورکړی چې له تېرې اونۍ راهیسې د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو، په ځانګړې توګه مرکزي سیمو کې سېلابونه راځي.

په راپور کې راغلي چې د یادې طبیعي پېښې له امله لږ تر لږه ۱۲ کسان نادرکه شوي هم دي.

د ویتنام د چاپېریال‌ساتنې وزارت څرګنده کړې چې تر ټولو ډېر قربانیان د دغه هېواد په مرکزي غرنيز ولایت داک لاک کې ثبت شوي دي.

ورته مهال، د ویتنام د طبیعي پېښو اژانس مخکې له دې اعلان کړی و چې د سېلابونو له امله څه باندې ۲۳۵ کورونه ویجاړ شوي او نږدې ۸۰ زره هکټاره کښتونو ته زیان رسېدلی دی.

د راپور له مخې، د ویتنام دولت اټکل کړی چې سېلابونو تر اوسه د دغه هېواد اقتصاد ته شاوخوا ۳۴۱ میلیون ډالر زیان اړولی دی.

د ویلو ده، تېره اونۍ د ویتنام په ځینو مرکزي سیمو کې د ورښت کچه له ۱۹۰۰ میلي‌مترو ډېره وه.

 

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.